د اسټرالیا د نیو ساوت وېلز ایالتي پارلمان د دغه ایالت د نجونو د فوټبال د یوې لوبډلې افغان روزونکی مصطفی مهمند د غوره خدمتونو له امله ستایلی دی.
مهمند په ۲۰۲۱ کال کې اسټرالیا ته کډوال شوی او د ۲۰۲۵ روان په پیل کې د استرالیا د ۱۳ کلونو نجونو کلپ د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.
۲۴ کلن مصطفی مهمند چې د کندهار اصلي اوسیدونکی دی، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې له خپلې کورنۍ سره اسټرالیا ته کډوال شو.
مهمند اوس په اسټرالیا کې د نجونو د یوه ځاي کلپ روزونکی دی. نوموړي ته د ښو خدماتو له امله د اسټرالیا د نیو ساوت ولز ایالتي پارلمان ستاینلیک ورکړی.
مصطفی مهمند له افغانستان انټرنشنل سره مرکه کې وویل:« زه چې کله استرالیا ته راغلم ما خپل فوټبال ته ادامه ورکړه او په یو ځايي کلپ کې مې لوبه کوله، د خپل کلپ له خوا راته د نجونو د یوه ځاي کلپ لپاره د روزونکي وړاندیز وشو او ما ځکه ومانه چې دا زما لپاره یو لوی افتخار و.»
هغه زیاته کړه: «د کومې لوبډلې روزونکی چې یم، په لږ وخت کې ډېرې لاسته راوړنې لري، ستاینلیک د همدې له امله راکړل شوی دی.»
مهمند دا هم وویل چې هیله یې داده چې روزونکي لوبغاړي یې د اسیا تر څنګ په ټوله نړۍ کې وځلیږي.
د جمهوریت له پرځېدو شاوخوا څلور کاله تېریږي، خو مهمند لا هم هغه ورځې یادوي او دردیږي. هغه وایي د وطن پرېښودل ورته ډېر سخت و.
مصطفی مهمند وایي، فوټبال یوازې لوبه نه ده بلکې دا د نړۍ ژبه ده. هغه هیله لري چې په دې برخه کې خپله وړتیا وښیي او ارمان لري چې په دې برخه کې پرمختګ وکړي.
مصطفی مهمند چې په استرالیا کې په زاک مشهور دی د کندهار په هوايي ډکر او د یاد ولایت د منتخبه لوبډله کې هم لوبې کړي دي.
هغه د جمهوریت له پرځېدو مخکې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته هم لار پیدا کړې وه او څو لوبې یې هم کړې دي.