اسلام‌اباد کې د افغانانو د نیولو دوام؛ د افغانانو نیونه پولیسو ته د عاید سرچینه ګرځېدلې

۱۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان د پلازمینې اسلام‌اباد په افغان مېشتو ښارګوټو کې د پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو لړۍ بیا زور اخیستی. دې سره جوخت په اسلام‌اباد کې افغان کډوال شکایت کوي، چې اوس‌مهال په دغه ښار کې د افغانانو نیونه پولیسو ته د عاید سرچینه ګرځېدلې.

په اسلام‌اباد کې مېشتو ځینو افغان کډوالو له افغانستان انټرنشل – پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې پولیس د جمعې په ورځ (د زمري ۱۷مه) لسګونه کسان نیولي دي.

په ګلبرګ ګرین ښارګوټي مېشت افغان ثناءالله «مستعار نوم» وايي، د پولیسو له ډاره د جمعې لمانځه ته نه و تللی. هغه وایي:« د جمعې لمانځه ته په تیارۍ بوخت وم، چې ملګري راته زنګ وواهه چې د جومات خوا ته پولیس راغلي؛ مه راځه چې خلک بیايي.»

د ثناءالله د معلوماتو له مخې؛ پولیسو له دغه ځایه یوازې د جمعې په ورځ تر ۱۵ ډېر کسان نیولي دي.

د باره‌کو په نامه په یوې بلې افغان مېشتې سیمه کې فرشته «مستعار نوم» وايي، اوس پولیس پوهېږي چې ګڼ افغانان ویزې نه‌لري او د نیولو لړۍ یې پراخه کړې ده. نوموړې وايي، د پولیسو له وېرې له خپلې وړې لور سره ټوله ورځ او ان ځینې شپې په پارکونو کې تېروي.

هغه زیاتوي:« د پاکستان په دې ګرمۍ کې مې لور راسره وي؛ کله په یوه پارک او کله په بل پارک سر یم، چې کور کې کېنم نو دوی به دې سرته ولاړ وي.»

له بل پلوه د اسلام‌اباد په «بي۱۷» ښارګوټي کې هم پولیسو ځینې کسان نیولي دي. په دغه سیمه کې مېشت افغان کډال ابراهیم وايي، د پاکستان حکومت له یوې خوا د ویزو د تمدید لړۍ درولې او ورسره هم‌مهاله یې د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

هغه وایي:« ویزه نه راکوي، افغانستان ته بېرته نه شو تلای او په کوم سفارت چې مو انټریو ورکړې د هغوی راکړل شوی سند هم نه مني. نپوهېږم بیخي لالهانده یو او لاره رانه ورکه ده، چې څه وکړو؟»

په ورته وخت کې په دغه ښارګوټي کې د بصیر «مستعار نوم» په نوم مېشت یو افغان ادعا کړې، چې اوس د افغانانو نیونه پولیسو ته یو کاروبار او د عاید سرچینه ګرځېدلې ده. نوموړی وايي، پولیس هره ورځ افغانان نیسي؛ له ځینو ډېرې او له ځینو کمې پیسې اخلي او بیا یې بېرته خوشې کوي.

په اسلام‌اباد کې رسمي سرچینو تراوسه د دغه نیونو او د افغانانو د کړاو په اړه څه نه‌دي ویلي.

په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې په ویزو راغلي او ډېری یې نورو هېوادونو ته د تګ په تمه دي وايي، د پاکستان حکومت له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ویزو د تمدید لړۍ درولې ده.

د پاکستان حکومت تازه په دغه هېواد کې مېشتو ۱.۴ مېلیونه هغو افغان کډوالو ته چې د پي او ار کارتونه لري خبرداری ورکړی، چې د روانې اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې دې له دغه هېواده ووځي.

نور خبرونه

رادیو