د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت د اطلاعاتو سلاکار محمدعلي سیف وايي، چې د افغانستان له همکارۍ پرته په دغه ایالت او ورګډو ولسوالیو کې تلپاتې سوله شونې نهده.
ښاغلي سیف پرون (پنجشنبه، د زمري ۱۶مه) په پېښور کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې سیمهییزه جرګه هم له طالب چارواکو سره د خبرو اترو د پیل ملاتړ کوي او دا د ټیکاو د ټینګښت لپاره یو مهم ګام ګڼي.
هغه وړاندیز کړی، چې د ولایتي او فدرالي حکومتونو د استازو او د قبایلو د مشرانو په ګډون ګډه جرګه جوړه شي او دا جرګه دې له افغانستان سره د سولې په اړه خبرې وکړي.
د نوموړي په وینا؛ افغانستان په سیمهییز ټیکاو کې مهم رول لوبوي او له پاکستان سره تر ۲۲۰۰ کیلومترو ډېره ګډه پوله لري.
ښاغلي سیف زیاته کړې، چې د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ ایالتي حکومت د سولې د ټینګښت لپاره جدي ګامونه پورته کړي او د هغه تر څارنې لاندې سیمهییزه جرګه به تر راتلونکې اوونۍ پورې وروستۍ شي. د ده په اند؛ له هغې وروسته به یوه لویه جرګه جوړه شي او د سولې او پرمختګ په اړه به پراخ وړاندیزونه وکړي.
هغه تر دې مخکې پر مرکزي حکومت نیوکه کړې وه، چې له افغانستان سره یې د ترهګرۍ په اړه خبرې نه دي پیل کړي او ټینګار یې دا و چې د پاکستان امنیت له لوېدیځ ګاونډي سره تړلی دی. نوموړي پوښتي و: «که دوی پوه شي چې ستونزه چېرته ده، څه شی د خبرو مېز ته د افغانستان راوستلو مخه نیسي؟»