نږدې ۱۰ زره افغان ښځو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۵ دقيقې مخکې

په جرمني کې د افغان ښځو د پناه غوښتنو شمېر په تېرو میاشتو کې په چټکۍ ډېر شوی. د جرمني د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادارې یا بمف د شمېرو له مخې، یوازې په جولای میاشت کې درې زره او ۱۰۴ افغان ښځو د پناه غوښتنلیکونه سپارلي، چې دا د جون میاشتې پرتله دوه ځله ډېر دي.

د جرمني د شپیګل ورځپاڼې د رپوټ له مخې، تر دې دمه په روان کال کې شاوخوا ۹ زره او ۵۹۳ افغان ښځو د پناه غوښتنه کړې، چې له دې ډلې نږدې ۴۵۰۰ یې د بیا پناه غوښتنې غوښتنلیکونه دي.

دبمف د رپوټ له مخې، له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د ښځو او نجونو وضعیت نور هم خراب شوی.

د پناه غوښتنو د زیاتوالي یوه لویه وجه، د ۲۰۲۴میلادي کال له مني راهیسې د اروپایي عدالت عالي محکمې پرېکړه بلل کېږي، چې پر اساس یې طالبان په عمومي ډول ټولې ښځې د تعقیب وړ ګڼي.

د بمف په وینا، دې پریکړې د افغان ښځو لپاره د خوندیتوب بې‌ساري امکانات رامنځته کړي دي.

له همدې امله، مرستندویه سازمانونه افغان ښځو ته سپارښتنه کوي، چې که له وړاندې یې د پناه غوښتنې په نتیجه کې یوازې محدود اقامت ترلاسه کړی وي، نو اوس دې یو ځل بیا د بشپړې پناه غوښتنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو