هبت الله: تېرو نظامونو د خلکو فکرونه دومره خراب کړي چې شریعت ورته نا اشنا ښکاري

۴ ساعتونه مخکې

پر ټولنیزو شبکو د طالب مسوولانو د جنسي اړیکو د ویډیوګانو له خپرېدو سره هممهاله، د طالبانو مشر کندهار کې په یوه غونډه کې ادعا کړې، چې تېرو نظامونو کې غیرشرعي امورو وده کوله. نوموړي ویلي، «د فساد او فحاشۍ رواجولو برخه کې د ډېرو پانګونو له امله اوس خلکو ته شریعت نابلده ښکاري».

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د دیني عالمانو په یوه لویه غونډه کې ادعا کړې، چې په تېرو نظامونو کې خلک له دین سره نا اشنا کېدل، فساد او فحاشي دود کېده.

ملا هبت الله اخوندزاده ویلي، چې «په تېرو نظامومو کې غیرشرعي امورو وده کوله، هغوی فساد او فحاشي رواج کړې وه، د خلکو فکرونه او ذهنونه یې ورخراب کړي وو».

هبت الله زیاته کړې، « خلک دې ته هڅول کېدل، چې د دین او مذهب مقابله وکړي او د همدي لپاره یې ډېره پانګونه هم وکړه، د خلکو ذهنونه او فکرونه دومره خراب شوي وو، چې اوس شریعت ورته نابلده [نااشنا] ښکاري.»

نوموړي ټینګار کړی، چې د دې ډلې ټول قوانین، پرېکړې او حکمونه به د شریعت مطابق دي.

هبت الله ویلي:«تاسې ته معلومه ده، چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر نه وي هغه ټولنه له فساد او د الله تعالی له عذاب سره مخ وي. د علماء کرامو دا دنده ده، چې خلک د پیغمبر ع سنتو ته را وبولي، سیرت او صورت په شرعي طریقه برابر کړي، لکه ږیره، لنګوټه او داسې نور او د خپل ژوند په چارو کې د شریعت د مخالفت څخه ځان او کورنۍ وساتي.»

په وروستیو څو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو د څو چارواکو د جنسي اړیکو ویډیوګانې د عامو خلکو نیوکې او اندېښنې را پارولې، چې دا ډله شریعت یوازې پر عامو خلکو پلی کوي، خو د خپلو غړو پر وړاندې سکوت غوره کوي.

د طالبانو مشر دې مسالې ته له اشارې پرته، له فساد او بېلارۍ نه ددیني عالمانو او طالب چارواکو د لیکو پر پاکوالي ټینګار کړی دی.

هغه وايي، « دوه صفونه دي، چي یو د علماوو صف او بل د حاکمانو صف دی، عام خلک په همدې دوو صفونو پسې روان دي، دغه دوه صفونه چې هر لاره انتخابوي، خلک ورپسې روان دي، که الله جل جلاله دا دوه صفونه اصلاح کړل، نو ټول خلک ورسره اصلاح کیږي او که خدای مه کړه دا دوه صفونه په فساد اخته شول، نو خلک هم په فساد کې ورسره اخته کیږي».

د تېرو حکومتونو پر څرنګتیا د طالبانو د مشر دا نیوکې داسې مهال دي، چې د افغانستان اساسي قانون د اسلامي ارزښتونو او احکامو پر بنسټ ولاړ و او خلکو د دیني ارزښتونو په پالنه کې بشپړه ازادي درلوده.

نور خبرونه

رادیو