د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د هند د حیدراباد افغان کونسلګري له جون میاشتې راهیسې دې ډلې ته سپارل شوې ده. طالبانو دې کونسلګرۍ ته د «محمد رحمان» په نامه یو تن د خپل ډيپلوماټ په نامه معرفي کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د هند د حیدراباد افغان کونسلګري «له تېرې جون میاشتې راهیسې» طالبانو ته سپارل شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په حیدراباد کې د تېر جمهوري نظام لهخوا ټاکل شوی کونسل د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته تللی او هلته دنده ترسره کوي.
سرچینه ټینګار کوي چې دا بدلون یوازې یو تخنیکي انتقال نه، بلکې د دواړو لوریو ترمنځ د ډیپلوماتیکو تماسونو د پراخېدو برخه ده.
د هند ای اې ان اېس رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې «محمد رحمن»، چې د طالبانو لهخوا د کونسلګرۍ نوی مسوول ټاکل شوی، د ۲۰۲۵ کال له جون میاشتې راهیسې د حیدراباد کونسلګرۍ مسوولیت پر غاړه لري.
راپور زیاتوي چې د ممبی کونسلګري تېر کال «اکرامالدین کامل» ته سپارل شوې وه، او اوس مهال د نوي ډیلي په سفارت کې لا هم «محمد ابراهیم خېل» د شارژدافیر په توګه پاتې دی.
ابراهیم خېل له پخواني جمهوري نظام سره تړاو لري. که څه هم اسناد ښيي چې هغه د حیدراباد د ماموریت مسوول هم دی، خو سرچینو ویلي چې له جون میاشتې راهیسې هلته د طالبانو نوی استازی چارې پر مخ وړي.
یو هندي چارواکی، چې د نوم له ښودو یې ډډه کړې، ای اې ان اېس ته ویلي: «دا ډول ګومارنې ښيي چې طالبان غواړي له نوي ډیلي سره ډیپلوماتیک تماسونه وساتي. داسې ښکاري چې د روان کال تر پایه به طالبان د نوي ډیلي سفارت هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.»
د هند د بهرنیو چارو وزیر، اس. جې شنکر، د روان کال د اپرېل میاشتې په ۲۲مه د پهلګام برید له غندنې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړې وې، چې دا د دواړو خواوو ترمنځ د تماسونو تسلسل ښيي.
یوې بلې سرچینې ویلي چې امکان شته د طالبانو د حکومت یو جګپوړی پلاوی راتلونکې میاشت هند ته سفر وکړي. د دې سرچینې په وینا، «که دا سفر وشي او هر څه سم پرمخ لاړ شي، دا به د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو پراخېدو لپاره یو مهم ګام وي.»
یاده دې وي چې روسیې تېره میاشت د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده.