د افغان رسنیو د ملاتړ سازمان د یویې اعلامیې په خپرولو سره د خبریالانو د نیونې او د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو کړنې غندلې دي او وايي، چې لا هم لس تنه خبریالان د طالبانو په زندان کې له ناڅرګند وضعیت سره مخ دي.
د افغان رسنیو ملاتړ سازمان له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د طالبانو په بند کې د ۱۰ خبریالانو ناڅرګند وضعیت او په تېرو څو ورځو کې د بېلابېلو تورونو پر بنسټ د یو شمېر نورو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو نیول کېدل غندل شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوې:« دا کړنې د بیان له ازادۍ، د رسنیو خپلواکۍ او بشري حقونو له نړیوالو اصولو د طالبانو د ځپونکو سرغړونو ښکاره بېلګې دي.»
د افغان رسنیو د ملاتړ دغه سازمان له طالبانو غوښتنه کوي، چې د رسنیو ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې نړیوالو اصولو ته درناوی وکړي او د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې دې ناقانونه او ظالمانه کړنې سملاسي پای ته ورسوي.