په هلمند کې یو شمېر صرافانو د طالبانو د پرېکړې خلاف لاریون کړی

۲ ساعتونه مخکې

په لښکرګاه ښار کې د سړک غاړې لسګونو لاسي او کوچنیو صرافانو د پنجشنبې په ورځ د ولایت مقام او د افغانستان بانک مخې ته لاریون کړی او له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې په ښار کې دې د لاسي او کوچنیو صرافیو فعالیت ته اجازه ورکړي.

دغو لاریون کوونکو، چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېده، نیوکه درلوده، چې طالبانو له تېرو پنځلس ورځو راهیسې د سړک غاړې لاسي او کوچنو صرافیو پر فعالیت بندیز لګولی دی.

دوی ته طالبانو ویلي، چې د لاسي صرافیو د فعالیت اجازې اخېستلو لپاره دې سلګونه زره افغانۍ د ضمانت په توګه د افغانستان بانک ته وسپاري.

لاریون کوونکو افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو په لېږلو سره ویلي، چې لاسي صرافي کوونکي د ډېرو پیسو په بدل کې د فعالیت د اجازې اخېستلو توان نه لري او له دې امله یې د ولایت مقام او افغانستان بانک مخې ته لاریون کړی دی.

د دغو لاریون کوونکو له ډلې یوه صراف چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشتل ته وویل:«موږ ولایت ته ولاړو، هلته مو قانع کوونکی ځواب تر لاسه نه کړ، موږ پریکړه وکړه چې خپله ستونزه باید د افغانستان بانک سره شریکه کړو، خو موږ داخل بانک پرېنښودل شوو. موږ دا پنځلس ورځې کار نه دی کړی او موږ د طالبانو د اصولو مطابق پیسې نه لرو چې په ضمانت کې یې ورکړو.»

د سړک غاړې لاسي صرافان وايي، چې طالبان په افغانستان بانک کې د درې میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو د ضمانت په بدل کې د صرافۍ د فعالیت جواز ورکوي او بیا د هرې صرافۍ شرکت کولای شي د سړک غاړې یوازې دریو لاسي صرافیو ته جواز ورکړي.

طالبانو تردې وړاندې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د سړک غاړې لاسي او کوچنو صرافیو پر فعالیت بندیز لګولی چې له امله یې په هر ولایت کې لسګونه کسان بېکاره شوي دي.

نور خبرونه

رادیو