په ترکیه کې یو افغان د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیول شوی

۲ ساعتونه مخکې

په ترکیه کې یو ۲۹ کلن افغان د خپلې مېرمنې د وژنې په تور نیول شوی او زندان ته لېږدول شوی دی. د محلي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه سړي خپله مېرمن د خپلو څلورو ماشومانو په مخ کې له مرۍ نیولې او وژلې ده.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا پېښه د چارشنبې په ورځ (د زمري۱۵مه)د اسکندر ښارګوټي اړوند اسپارتا سیمه کې وروسته له هغې رامنځته شوه، چې د ښځې او خاوند ترمنځ د یوې نامعلومې موضوع پر سر شخړه وشوه. وژل شوې مېرمن فاطمه رحماني نومیږي چې ۲۸ کلنه وه او تورن محمد رحماني نومیږي او ۲۹ کلن دی.

د دې پېښې په تعقیب، د وژل شوې مېرمنې مېړه نیول شوی او له محاکمې وروسته زنداني شوی دی.

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې د دې کورنۍ څلور ماشومان چې عمرونه یې ۲، ۶، ۸ او ۱۲ کاله ښودل شوي، د پېښې پر مهال په کور کې حاضر وو او اوس د پولیسو د ساتنې مرکز ته لېږدول شوي دي.

د اسپارتا امنیه قوماندانۍ پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې دا سړی د عمدي وژنې په تور بندي شوی دی.

دا له یوې میاشتې لږه موده کې درېیمه پېښه ده، چې افغان ښځې په ترکیه کې د خپلو میړونو په لاس وژل کیږي.

تر دې وړاندې هم، په مانیسا او اسکي‌شهیر ښارونو کې د دوو افغان ښځو د وژنې راپورونه خپاره شوي وو.

نور خبرونه

رادیو