ایران وايي، چې عراق ته د افغان زیارت کوونکو د سفر غوښتنې ډېرې شوې او دا مهال ۱۵۰ زره افغانانو نوملیکنه کړې ده. ایراني چارواکي اندېښنه ښيي چې د اربعین یو شمېر زیارت کوونکي به په ایران او عراق کې پاتې شي.
د ایران د خراسان رضوي ولایت د فرهنګي، ټولنیزو او زیارتي چارو مرستیال ویلي،چې د دوی د تګ لپاره اړین ډېپلوماټیک او امنیتي تدابیر د بهرنیو چارو وزارت او نورو مسوولو ادارو په همکارۍ نیول شوي، څو له ایران نه عراق ته د زیارت کوونکو تګ په امن او قانوني ډول ترسره شي.
تیمورعلي عسکري ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «عراق ته د افغان زیارت کوونکو د سفر لېوالتیا زیاتوالي په نظر کې نیولو سره، لازمې اسانتیاوې او تدابیر سنجول شوي دي. ځینې زیارت کوونکي د خپلو ځانګړو بسونو له لارې چې ترانزیتي بڼه لري، عراق ته ځي».
هغه زیاته کړه: «د شته شمېرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۵۰ زره افغان اتباع عراق ته د تګ په نوبت کې دي، حال دا چې تېر کال له افغانستان څخه شاوخوا ۵۰ زره او له ایران په ځانګړي ډول مشهد نه، شاوخوا ۲۵ زره کسان د اربعین زیارت ته استول شوي وو».
عسکري وویل چې تېر کال نږدې ۹۰ زره کسانو د اربعین په مراسمو کې برخه اخیستې وه.
د خراسان رضوي چارواکي وايي، چې د تېر کال تجربه ښيي، یو شمېر زیارت کوونکي عراق ته له تګ وروسته هلته پاتې شوي او یا یې هم په ایران کې لنډمهاله استوګنه غوره کړې. تمه ده چې سږ کال به دا حالت لا شدید شي، ځکه د افغان زیارت کوونکو شمېر پام وړ زیات شوی دی.
عسکري وویل: په همدې موخه، د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مرستیال جلالزاده مشهد ته ورغلی، چې د بهرنیو چارو وزارت د استازولیو او کونسلګریو له لارې، د افغان زیارت کوونکو لپاره د تګ راتګ د اجازو د صادرېدو بهیر اسانه او تنظیم کړي.