د طالبانو د بلخ والي: د ملا هبت الله د فرمانونو او احکامو پلي کول «واجب» دي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بلخ والي د خپل مشر د فرمانونو د تطبیق په غونډه کې یوځل بیا ټینګار کړی، چې د نوموړي د فرمانونو او حکمونو پلي کول پر ټولو واجب دي. یوسف وفا وايي، « د اسلام او شریعت په چوکاټ کي تر هیڅ هم نه تیریږو، موږ ته د الله تعالی او خپل ولس رسمیت مهم دی، نه د بهرنیو رسمیت».

په دې غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ شوې، د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د هبت الله د فرمانونو د تطبیق غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې «د امیر د فرامینو او احکامو عملي کول واجب دي».

د طالبانو د بلخ والي دې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، « د امیرالمومنین ټول فرامین او احکام عملي کول پر موږ او تاسو واجب دي، ټول د شریعت په چوکاټ کي دي او باید په پوره اطاعت یې عملي کړو».

نوموړي دغه راز وویل، چې د دوی «جهاد او نظام» په اطاعت، وحدت او قربانیو بریالی شوی او ټولې پرېکړې یې د شریعت په چوکاټ کي د اسلام او هیواد په ګټه کیږي.

نوموړي د هبت الله اخوندزاده د خبرو په تایید ویلي، چې دوی په ټولو برخو کي قوانین لري او باید د دې فرامینو او احکامو ملاتړ او اطاعت وشي. وفا د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو وویل، « د اسلام او شریعت په چوکاټ کي تر هیڅ هم نه تیریږو، موږ ته د الله تعالی او خپل ولس رسمیت مهم دی، نه د بهرنیو رسمیت».

د طالبانو حکومت تر اوسه یوازې روسیې په رسمیت پېژندلی، خو نورو هېوادونو دا ډله په خپلو سیاستونو کې تغییر او نرمښت ته هڅولې ده.

یوسف وفا خلک یوځل بیا د خپل امیر اطاعت ته وبلل او زیاته یې کړه، « زموږ او ستاسې کامیابي په وحدت او اتفاق کې ده، نه په بې اتفاقي او بې اطاعتي کې. راشئ د خپل امیر ترشا ودریږو، هر امر ته یې لبیک ووایو او ددې نظام ملاتړ ته همداسې دوام ورکړو».

د طالبانو د مشر ډېری فرمانونه، له ښځو سره تبعیض، د نجونو د زده‌کړو له بندښت، د ښځو له کاره محرومېدو او د بیان د ازادۍ له سختو محدودیتونو سره مل دي.

د بلخ یو اوسېدونکی رامز سید خیلي له غونډې وروسته افغانستان انټرنشنل ته وویل: «موږ خو د امیر د فرمانونو ملاتړ کوو، خو دا فرمایشات یوازې هغه ځای تطبیقېږي چې واکمن ته تاوان نه کوي. ایا د امیر هغه فرمان تطبیق شو چې ویلي یې و غصب، واسطه او تعصب حرام دي؟»

د بلخ یو تن خبریال چې نه غواړي نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل:«دوی د اسلامي ارزښتونو نوم اخلي، خو یوازې د ښځو پر جامو، موسیقۍ او رسنیو بندیزونه اسلامي بولي؛ فساد، بې عدالتي او د قدرت انحصار بیا هېر شوي».

نور خبرونه

رادیو