په لندن کې د افغان مېرمنو په لاس اوبدل شوې غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

۳ ساعتونه مخکې

د افغان مېرمنو د لاسي اوبدل شویو غالیو نندارتون، چې عنوان یې د «اوبدلو شعرونه» وو، د لندن په ساتبیز کې ترسره شو.

دا نندارتون، د قطر د پراختیایي صندوق د «دشخړو په سیمو کې مېرمنې» د یوې برخې په توګه د فیروز کوه بنسټ سره په ملګرتیا تنظیم شوی وو.

د افغان ښځو د لاسي اوبدل شویو غالۍ نندارتون لومړی ځل په ۲۰۲۴کال کې د قطر موزیمونو سره په ملګرتیا کې ترسره شو او سږ کال په لندن کې نړیوالو لیدونکو ته وښودل شو.

د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې، د قطر د پراختیایي صندوق مشر «فهد حمد السلیطي»، په افغانستان کې د اوبدونکو ټولنو ملاتړ لپاره د سازمان پر ژمنې ټینګار وکړ او ویې ویل: «د دې نندارتون بیا تنظیم نه یوازې هنر او کلتور لمانځي، بلکې د افغان مېرمنولپاره د دوامداره اقتصادي فرصتونو رامینځته کولو لپاره زموږ ژمنتیا هم څرګندوي».

د دې پروګرام تنظیم کونکي دا نندارتون د افغان ښځینه اوبدونکو د هنر، تخلیق او کلتوري میراث انعکاس په توګه تشریح کوي.

دوی وايي،چې د افغان میرمنو د لاسي صنایعو نندارې ته وړاندې کول د جګړې ځپلو سیمو کې د میرمنو د پیاوړتیا لپاره د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا په لور یو ګام دی.

د فیروزکوه بنسټ مشره شوشنا سټیوارټ وویل: «موږ ویاړو چې په لندن کې د سوتبیز سره په همکارۍ د شعرونو د اوبدلو نندارتون کوربه توب کوو،دا نندارتون نه یوازې د بامیانو د میرمنو هنر ښیې، بلکې د فیروز کوه بنسټ د شلمې کلیزې پیل هم په ګوته کوي».

د غونډې په څنډه کې د «د غالیو جادو؛ د افغان غالیو هنر، ډیزاین او ترویج»تر سرلیک لاندې یوه څېړنیز بحث هم ترسره شو.

نور خبرونه

رادیو