د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي، د روان هجري لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې د دغه ولایت له کانونو څه باندې ۲۱میلیونه او ۳۰۵زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) د یاد ریاست د رییس مولوي محمد قاسم امیري له قوله لیکلي، چې تر دې دمه د اتو لویو داوطلبیو له لارې ۳۹زره او ۷۲۶ قیراطه زمرد چې ارزښت یې شاوخوا ۱۶۷ میلیونه افغانۍ کېږي، پلورل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې تازه په دغه ولایت کې ۲۰۰ د زمردو کانونه ثبت شوي او په ځینو کې یې د استخراج چارې پیل شوې دي.
د پنجشېر ولایت ویاند سیفالدین لټون ویلي، چې بهرني سوداګر د پنجشېر قیمتي ډبرو پېر ته ډېره لېوالتیا لري او اوس مهال شاوخوا ۱۵ زره کسان د زمردو کانونو د کیندنې او پروسس په برخه کې په کار بوخت دي.
څه موده مخکې د پنجشېر سیمه ییزو چارواکو ویلي و، چې د دغه ولایت ۳۰ سلنه اوسېدونکي د زمردو په استخراج بوخت دي.
پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې لوړکیفیته زمرد لري.
طالبانو واک ته له رسېدو سره سم په افغانستان کې د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو د کانونو اېستلو ته پاملرنه زیاته کړې ده.
دغې ډلې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان د بېلابېلو کاني زېرمو اېستلو قرادادونه د چین او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون، کورنیو شرکتونو ته هم ورکړي دي.