د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د «هرات فولاد» په نوم د فولادو د وېلي کولو نوې خصوصي فابریکه د ۷میلیونه ډالرو په پانګونه رسماً پرانیستل شوه. دغه فابریکه د ورځې د ۱۵۹ ټُنه وسپنې د تولید ظرفیت لري.
د طالبانو د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) راپور ورکړی چې یاده پروژه د هرات والي نوراحمد اسلامجار، ملي سوداګرو او صنعت کارانو په حضور کې پرانیستل شوه.
د فابریکې د پرانیستې پر مهال د طالبانو د هرات والي وویل،چې د دغې فابریکې په فعالېدو سره به د هېواد د فولادو تولید ډېر شي او سوداګر باید د کیفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو د نړیوال بازار له تولیداتو سره سیالي وکړي.
د «هرات فولاد» فابریکې مشر خانګل اسحاقزي ویلي، چې په یادې پروژې ۷ میلیون ډالره پانګونه شوې ده. هغه زیاته کړې، چې دا مهال د فابریکې د تولید لومړۍ کرښه فعاله شوې او ژر به د وسپنې د ویلي کولو دویمه کرښه هم فعاله شي.