د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزی، د اندونیزیا له شارژدافیر ناندا اوالیست سره لیدلي او د دوهاړخیزو اقتصادي اړیکو، پانګونې او سوداګریزو فرصتونو په اړه یې خبرې کړې دي. طالبان وايي، اندونیزیا غواړي له کابل سره دوه اړخیزه سوداګري پرخه کړي.
ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا لیدنه د چهار شبنې په ورځ (د زمري پر ۱۵مه) ترسره شوې، چې د افغانستان او اندونیزیا د خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ، اړیکو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا پکې ټینګار شوی.
خبرپاڼه وايي، د اندونیزیا شارژدافیر په خبرو کې ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. طالبانو د نوموړي له قوله ویلي: «اندونیزیا د افغانستان په اقتصادي فرصتونو کې د پانګونې لیوالتیا لري، او موږ غواړو له افغان لوري سره په ګډه کار وکړو».
په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې عزیزي د اندونیزیايي ډېپلوماټ د ماموریت هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې ته په اشارې سره ویلي چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګرۍ توازن ته ژمن دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست همداراز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د صنعت، کانونو، کرنې او نورو برخو کې پراخې پانګوالې زمینې شته. نوموړي ویلي: «اندونیزیا د خامو موادو پراخ امکانات لري او افغانستان هم د ګڼو سکتورونو لپاره پانګونې ته چمتو دی. که د دواړو هېوادونو خصوصي سکتورونه همغږي شي، ستر کارونه تر سره کېدای شي.»
عزیزي د اندونیزیا د خصوصي سکتور استازو ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته راشي او له نږدې د پانګونې له فرصتونو ځانونه خبر کړي.