شننه

پاکستان ته د مسعود پزشکیان سفر او له جیش‌العدل اندېښنه

۲۴ ساعتونه مخکې

د اګست میاشتې پر دویمه او درېیمه نېټه، د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان پاکستان ته یو دوه ورځنی سفر درلود. په لومړۍ ورځ هغه د پنجاب ایالت مرکز لاهور ته هم لاړ او هلته د اردو او فارسي ژبو ستر شاعر اقبال لاهوري مقبرې ته ورغی او د هغه روح ته یې دعا وکړه.

له لاهوره ولسمشر پزشکیان اسلام‌اباد ته ولاړ، او هلته یې د دوو ورځو په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف، د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پاکستان د اردو له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره لیدنې وکړې.

په دې لیدنو کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د دوه‌اړخیزو مناسباتو د پراخولو او ټینګولو په اړه تفصیلي خبرې وکړې. د دواړو هېوادونو مشرتابه پرېکړه وکړه چې د پاکستان او ایران ترمنځ دوه‌اړخیز تجارت به په راتلونکې کې له درې میلیارده ډالرو تر لسو میلیارده ډالرو پورې لوړ شي.

هغوی د ګوادر سره نېږدې د دواړو هېوادونو پر پوله، د ازاد تجارت د ګډ زون د جوړولو پرېکړه هم وکړه. دوی په بېلابېلو برخو کې د دوه‌اړخیزو مناسباتو د پراختیا لپاره ۱۲ لوظنامې او تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

هغوی دا هم څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ازاد تجارت د هدف د ترلاسه کولو پروسه په بریالۍ توګه روانه ده.

په اسلام‌اباد کې شنونکي په دې باور دي چې پاکستان ته د ایران د ولسمشر دا سفر یوازې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراخولو لپاره نه و، بلکې د نړۍ او سیمې د بدلیدونکو سیاسي حالاتو، او د اسراییل او امریکا سره د ایران د احتمالي نږدې جګړې په رڼا کې، د ایران د نوې ستراتیژۍ د ترلاسه کولو د هڅو یوه برخه وه.

د ایران مذهبي او سیاسي مشران هڅه کوي له هغو نویو ننګونو سره مقابله وکړي چې د سیمې او نړۍ د بدلونونو له امله دغه هېواد ته پیښ شوي دي.

د بېلګې په توګه، ایران اندېښنه لري چې که څه هم د اسراییل او ایران ترمنځ شخړه اوس مهال درېدلې، خو لا نه ده ختمه شوې. دا احتمال شته چې اسراییل په نږدې راتلونکي کې یو ځل بیا پر ایران برید وکړي، څو ایران ته دا فرصت ورنه کړي چې د یورانیمو غني کولو اتومي پروګرام بیا پیل کړي.

سربېره پر دې، ایران دا احتمال هم ویني چې امریکا او اسراییل به یو ځل بیا هڅه وکړي چې په ایران کې د نظام بدلون ته لاره هواره کړي.

چون دا مهال د پاکستان جنرالواکي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره نږدې اړیکې لري، نو ایران اندېښنه لري چې امریکا د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جیش‌العدل غوندې سني ډلې او ورته نور عناصر د ایران په ختیزو سیمو کې د تخریبي فعالیتونو لپاره ونه‌کاروي.

تر دې مخکې، ایران د پاکستان له خاورې د ترسره کېدونکو تخریبي بریدونو په ځواب کې، د پاکستان په بلوچستان کې له بیلتون‌پالو بلوڅ جنګیالیو ملاتړ کړی او هغوی ته یې په ایران کې پناه ورکړې.

په دې سفر کې، د ایران ولسمشر غوښتل چې له پاکستاني واکمنو سره داسې تفاهم ته ورسیږي، چې دواړه هېوادونه د یو بل پر ضد له یادو خصومت‌بارو فعالیتونو ډډه وکړي.

د همدې موخې لپاره، ولسمشر پزشکیان د پاکستان د اردو له لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر سره خصوصي لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې یوه فوق‌العاده او جالبه خبره دا وه چې د پروتوکول له مخې، په کار وه چې عاصم منیر د لیدنې لپاره د ایران د ولسمشر مېلمستون ته تللی وای، خو برعکس پخپله ولسمشر پزشکیان د لیدنې لپاره د عاصم منیر دفتر ته ورغی.

دا چاره خپله دا څرګندوي چې د پاکستان د اوسني نظام تر شا د پوځ ریښتینی کنټرول شته او لوی درستیز تر اساسي قانون ډېر پراخ واکونه لري.

په هر حال، د ایران ولسمشر هڅه وکړه چې له پاکستان سره د پالیسي پر ګډو ټکیو ټینګار وکړي او شته اختلافات شاته پرېږدي.

رپوټونه ښيي چې د ایران ولسمشر په راتلونکي کې افغانستان ته د یو رسمي سفر پلان هم لري، څو له واکمنو طالبانو سره موجود تفاهم لا ژور کړي.

ښکاري چې د تېرو دوو کلونو په جریان کې، په منځني ختیځ کې د ایران موسومې "د مقاومت جبهې" سخت زیان لیدلی، او هلته د ایران سیاسي او پوځي نفوذ کم شوی دی.

اوس ایران هڅه کوي چې د خپلو ختیزو ګاونډیانو لکه پاکستان، افغانستان، او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره اړیکې ژورې او تودې کړي، څو د خپل بهرني سیاست زیانونه بېرته جبران کړي.

دلته دا هم باید یاده شي چې د ایران سیمه‌ییزه سیالي یوازې له اسراییل سره نه ده، بلکې د ترکیې سره هم د نفوذ رقابت ته مخامخ دی.

ایران باور لري چې د اسراییل او ایران د وروستۍ شخړې پر مهال، ترکیې یوازې په خبرو کې د ایران ملاتړ وکړ، خو عملي مرسته یې له اسراییل سره وکړه، ځکه د اذربایجان نفت د ترکیې له لارې اسراییل ته لېږدول کېږي.

سربېره پر دې، ایران د ترکیې له پیاوړي ترکی ناسیونالیزم سره هم اندېښنه لري، ځکه دا اندېښنه شته چې دا نظریه، چې اوس د رجب طیب اردوغان د "نوې عثماني خلافت" له مفکورې سره مل شوې، د ایران لپاره هم دننه او هم سیمه‌ییز تهدیدونه رامنځته کولی شي.

چون ترکیه د ناټو غړې ده، ایران شک لري چې د ترک‌پالنې د پراختیا تر شا د لویدیځ ملاتړ هم شته.

نو ایران هڅه کوي چې د روسیې، چین، پاکستان، افغانستان، او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د نږدې اړیکو له لارې، د ډېرېدونکو ګواښونو او ستونزو مخه ونیسي.

نور خبرونه

رادیو