د افغانستان خلک له ډېرو سنګینو او ځوروونکو مسالو سره مخ دي. هغوی د بهر نه تحمیل شوې د یوې ټوپکمارې ډلې د غیرمشروع دیکتاتورۍ د رژیم لاندې ژوند کولو ته مجبور دي او د هر ډول بشري حقوقو نه محروم دي.
د نجونو د مکتبونو دروازې له څلورو کالو نه ډېرې مخکې تړل شوې دي. د ښځو په تعلیم، روزګار، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو او د کور نه بهر د لیدو-کتو په اړه بندیزونه دي، خو تر دې هم زیات، هغوی د انسان په توګه خپل غږ هم بل چا ته نه شي اورولی.
د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې هم، پرته له کوم توضیح یا خبرداري، په ټول هیواد کې د انټرنېټ استعمال درې ورځې بند شو؛ دې کار د تعلیم، تجارت، بانکي نظام او د خبرتیا ټولې لارې وتړلې. بیا درې ورځې وروسته، بې له کومې منطقي توجیه یا سپیناوي، انټرنېټ بیا فعال شو.
ګاونډي هېوادونه د افغانستان د سیاست په خړو اوبو کې د کبانو نیولو ته ډېر علاقهمند دي (د ۴۵ کالونو ناخوالو وروسته په اسلام اباد کې د یو شمېر افغانانو نوې غونډه ښه مثال دی).
ابرقدرتونه په افغانستان کې د پوځي پایګاوو جوړولو لپاره سیمه تسخیروي، او یا د افغانستان د طبیعي زیرمو شتمنیو ته د لاسرسي په لټه کې دي.
د پورته ذکر شویو مسالو او چیلنجونو خبرونه او له میلیونونو افغان مهاجرینو سره د بهرنیو هېوادونو غیرقانوني، غیرانساني او ظالمانه چلند راپورونه د پاملرنې وړ نه دي او هغسې پاملرنه ورته نه کېږي چې شاید او باید یې شوې وای. د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو عالي کمشنر والکر ترک د روان کال د جولای په میاشت کې ویلي وو چې ایران او پاکستان دواړه باید افغان مهاجرین او پناه غوښتونکي په زور ستنولو ته مجبور نه کړي، په ځانګړي توګه هغه کسان چې افغانستان ته په ستنېدو د اوسنیو واکمنانو له خوا د ځورونې، قید یا شکنجې له خطر سره مخ کیدی شي.
د روان کال په لومړنیو اوو میاشتو کې له یو اعشاریه نهه میلیونو زیات افغان مهاجرین له ایران او پاکستان نه په جبري توګه افغانستان ته شړل شوي دي. په پورته ذکر شویو اوو اتو میاشتو کې له ایران څخه د ایستل شویو افغان مهاجرینو شمېر یو اعشاریه پنځه میلیونه دی، او له پاکستان څخه د ایستل شویو مهاجرینو شمېر درې لکه ته رسیږي.
پاکستان تر سپتمبر لومړۍ نېټې پورې هغو افغان مهاجرینو ته ضرب الاجل ټاکلی و چې د پاکستان حکومت سره راجستر شوي وو او د استوګنې ادرسونه یې ثبت وو؛ یعنې دوی په ظاهره قانوني مهاجر وو، خو په سپتمبر میاشت کې هم ګڼ شمېر مهاجر له پاکستان څخه وشړل شول. دا لړۍ له تیرو څو کلونو (په خاصه توګه له ۲۰۲۳ کال څخه چې پاکستان د اصطلاح په توګه د غیرقانوني مهاجرینو د جبري ایستلو کمپاین پیل کړ) راهیسې په پرلهپسې توګه روانه ده.
دا یوازې د بېوسه مهاجرینو په زور ایستل نه دي؛ په دې پروسه کې دوی تحقیرېږي، په عذابېږي او شوکول کېږي، او داسې ظلمونه ورسره کېږي چې متمدن قومونه یې د جګړې اسیرانو سره هم نه کوي. د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ رییس له هغو حکومتونو غوښتي چې مهاجر پکې میشت دي، هغوی دې دداسې کسانو ژوند په خطر کې نه اچوي، چې د افغانستان اوسني واکمنان یې خپل مخالفان ګڼي او په ځانګړې توګه دې د ښځو او نجونو حقوق په پام کې ونیسي، ځکه دوی په افغانستان کې د ناوړه تبعیض ښکار دي.
په دې برسېره، دا هم روښانه ده چې د طالبانو امارت د بشري حقونو په معیارونو باور نه لري؛ نو هغوی به څنګه او ولې له نړیوالو سره د افغان مهاجرینو د حقوقو په اړه خبرې وکړي؟ بله خبره دا ده چې د طالبانو اداره مشروعیت نه لري—نو د هغوی خبرې به څوک واوري؟
د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو تر څنګ، ګاونډي هېوادونه باید په پام کې ونیسي چې د افغانستان مهاجرو ته ور پېښ ناورین یو بل اړخ هم لري چې د افغانستان او شاوخوا سیمو د امنیت سره تړاو لري: دا میلیونونه مهاجر چې په بېلابېلو علتونو افغانستان ته په زور ټېل وهل شول، هلته به څه کوي او څه به خوري؟ افغانستان له مخکې نه له یو خطرناکه اقتصادي بحران سره مخ دی؛ روزګار نشته، د لکونو خلکو کورونو کې د دوه وخته ډوډۍ خوړلو وس نشته. نو افغانستان ته د راستنېدونکو مهاجرو وضعیت به لا ډېر د اندېښنې وړ و، نه سرپناه لري، نه کافي جامې او نه هم خپلو ماشومانو ته دوه وخته ډوډۍ برابرولی شي.
روښانه او قوي امکان شته چې یو شمېر خلک د خپلو ماشومانو د ژغورنې لپاره ممکن د ترهګرو سازمانونو صفونو ته واوړي او ترهګرو سازمانونه به له دوی د تروریزم د اور د خپرولو لپاره استفاده وکړي. دا به یوازې افغانستان ته زیان ونه رسوي، بلکې په یقیني ډول ګاونډي هېوادونه هم اغیزمنوي. بیا به هم ګاونډي هېوادونه د ترهګرۍ په وده کې خپل نقش نه ګوري او ټوله پړه به پر افغانستان واچوي.
وروستی ټکی دا دی چې د افغانستان مسلمانو ګاونډيو هېوادونو هغه مهال د جهاد او اسلامي ورورولۍ شعارونه ډېر پورته کول، چې د جهاد او د مهاجرینو د ملاتړه لپاره په بوجیو بوجیو ډالر راغلل، خو اوس په سختو شرایطو کې نه افغان مسلمان ورور یا خور پېژني او نه ورته اسلامي ورورګلوي یاده ده. دوی هېر کړي دي چې بدې ورځې پر هر چا راتللای شي، او په سختو وختونو کې له ګاونډي سره مرسته د خپل ځان مرسته ده، ځکه چې سبا په بد وخت کې هم د هغوی ګاونډیان د هغوی ملاتړي او ملګري وي.