ایراني چارواکي وايي، سره له دې چې طالبان د کوکنارو د کښت بندېدو او د نشهيي توکو د تولید د کمېدو ادعا کوي؛ خو لا هم له افغانستانه ایران ته د شیشې او هیروینو په شان د صنعتي خطرناکو نشهيي توکو قاچاق ډېر شوی دی.
د ایران د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر مشر سعید ذوالفقاري په یوې خبري ناسته کې ویلي، که څه هم طالبان ادعا کوي چې د نشهیي توکو تولید یې ۹۰ سلنه کم کړی؛ خو د ایران په ختیځو پولو کې نوې موندنې ښیي، چې د افغانستان دننه د نشهيي توکو زېرمې لاهم فعالې دي. د هغه په وینا؛ که څه هم رسمي راپورونو او تازه څېړنو د کوکنارو د کښت د زیاتوالي پخلی نهدی کړی؛ خو له افغانستاننه د صنعتي نشهیي توکو قاچاق لا هم دوام لري.
ذوالفقاري وویل: «طالبان وايي، چې د کوکنارو کښت یې بند کړی؛ خو په پټه د نشهیي توکو تولید او د ډېر خطرناکو توکو په بڼه لکه شیشه او هیرویین دوام لري. په پولو کې زموږ موندنې ښيي، چې د دې توکو رادننه کول ډېر شوي دي.» د هغه په وینا؛ ایران د نشهیي توکو پر ضد مبارزه کې د حقایقو پر بنسټ او د انسانمحور چلند له مخې عمل کوي.
تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر هم ویلي و، د طالبانو د ادعا برعکس چې د کوکنارو په کښت کې یې له ۸۰ تر ۹۰ سلنه کمښت راغلی، له افغانستانه ایران ته د تریاکو قاچاق کم شوی نهدی. هغه زیاته کړې، طالبان مسوولت لري چې نه یوازې د نشهیي توکو تولید؛ بلکې د قاچاق مخه هم ونیسي.
ورته مهال، طالبانو د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړی، چې وايي په افغانستان کې د کوکنارو کښت مخ پر ډېرېدو دی. له بل پلوه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه راپورونه «له حقیقت نه لرې» بللي او وايي، چې په تېر کال کې د کوکنارو د کښت د بندېدو لپاره ډېر اقدامات شوي دي.