د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، نیمروز او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کې یې ۲۱۵ امنیتي کامرې لګولې دي. وزارت زیاتوي چې ډېر ژر به دا کامرې په کابل کې د ګمرکونو لوی ریاست سره هم ونښلوي.
د طالبانو د مالیې وزارت د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یادې امنیتې کامرې به د امنیتي مسایلو ترڅنګ د ګمرکي سرغړونو او د پېښو د مخنیوي په برخو کې هم د پام وړ مثبت اغېز ولري.
طالبانو ویلي، چې یادې امنیتي کامرې یې د ګمروکونو په بیلابیلو برخو کې لګولي او ډېر ژر به دا کامرې په کابل کې د ګمرکونو لوی ریاست سره هم ونښلوي.
طالبانو تردې وړاندې یوازې د اسلام کلا او تورغونډۍ په ګمرکونو کې امنیتي کامرې لګولې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د امنیت ټینګښت او جنايي پېښو څخه د مخنیوي په موخه د کابل ښار په بیلابیلو برخو ګې زرګونه امنیتي کامرې لګولې دي.