افغان زیارت کوونکي وايي، لا یې د ایران او عراق ویزې نه‌دي ترلاسه کړي

۲ ساعتونه مخکې

په کابل کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو ټولنې نن شنبه (د زمري ۱۸مه) ویلي، چې له کړو ژمنو سره سره لاهم ایران او عراق د اربعین مراسمو زیارت کوونکو ته ویزې نه دي ورکړي.

د دغه ټولنې مشر صبور موسوي تمه ښودلې، چې ژر تر ژره افغان زیارت کوونکو ته ویزې ورکړل شي.

ښاغلي موسوي ویلي، که څه هم د ویزو د ورکړې په اړه یې ضد ونقیض خبرونه او اوازې تر غوږو کېږي؛ خو هیله یې ښودلې، چې افغان زیارت کوونکي به د اربعین په مراسمو کې ګډون وکړي.

تر راتلونکو پنځو ورځو به د اربعین مراسم په عراق کې ترسره شي. تر دې وړاندې عراقي چارواکو ویلي و، چې ښايي په دغه مراسمو کې څه باندې ۲۵مېلیونه کسان ګډون وکړي.

تر دې وړاندې ایران ویلي و، چې عراق ته د افغان زیارت کوونکو د سفر غوښتنې ډېرې شوې دي او دا مهال ۱۵۰ زره افغانانو ورته نوملیکنه کړې ده. ایراني چارواکو اندېښنه ښودلې وه، چې د اربعین یو شمېر زیارت کوونکي به په ایران او عراق کې پاتې شي.

اربعین د عاشورا له ۴۰مې ورځې سره برابره ده او د کربلا د پېښې شهیدانو د وینو د یاد، وفادارۍ او د هغوی د قربانۍ د فلسفې د ژوندي ساتلو لپاره هرکال نمانځل کېږي.

نور خبرونه

رادیو