افغانستان کې د ټرافيکي پېښو پر دوام؛ نن او پرون په هلمند، بلخ، کندوز او بدخشان ولایتونو کې د موټرو د اوښتو او ټکرونو له امله ۹ کسان مړه او ۹ نور ټپيان شوي دي.
د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عزتالله حقاني وايي، د جمعې په ورځ د کندهار- هرات پر لويه لاره واشېر ولسوالۍ کې اکوا او ټېلر موټر سره ټکر شوي چې په پایله کې یې يوه ښځه، يو ځوان او څلور ماشومان مړه شوي دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند جمعهالدين خاکسار بیا وايي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې يو کرولا ډوله موټر اوښتی چې له امله یې يو کس مړ شوی او څلور نور ټپيان دي.
دارنګه د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس ذبيحالله اميري ويلي، تېره شپه يو ټېلر موټر پر کوچني موټر ور اوښتی چې په پایله کې یې د کوچني موټر چلوونکی مړ شوی دی.
له بل پلوه د بلخ امنیې قوماندانۍ نن شنبه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د حیرتان بندر او د قوشتېپې کانال پر لارې ټرافیکي پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او درې ماشومان ټپیان دي.