د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند وايي، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې وروستۍ راپور بې اساسه دی او په هېواد کې د ښځو حقونه خوندي دي.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو د استوګنې او ښاري پراختیا ادارې مشرې ویلي و د ښځو په تړاو د طالبانو فرمانونه د راستنېدونکو ښځو پر وړاندې جدي ننګونې دي.
طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیف السلام خېبر د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) پر اېکسپاڼه په خپور شوي غږیږ پېغام کې د افغان مېرمنو په تړاو د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې راپور ته غبرګون ښودلی دی.
نوموړی وايي چې اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، د مېرمنو حقونه خوندي شوي دي او همدراز د مېراث، مهر ورکول او د جبري وادونو مخه نیول شوې ده.
خېبر ادعا کوي، چې د افغان مېرمنو ټولنیزو بدو رواجونو مخنیوی د طالبانو امربالمعروف وزارت له لویو لاسته راوړنو او لومړیتوبونو څخه دی.
د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند نیوکه کړې چې که چېرې د ملګرو ملتونو سازمان د مېرمنو د حقونو ریښتني مدافع وي باید په غزه کې د مېرمنو او ماشومانو د قتل عام پر وړاندې جدي او موثر غږ پورته کړي او هغوی ورته ضرورت هم لري.
سیف السلام خېبر وویل:« د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې دوه مخي سیاستونه د دوی اعتبار خرابوي او همدراز د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د ښځو کرامت او مشروع حقونه خپل دیني او ملي مسوولیت ګڼي او په همدې موخه تېرو څلورو کالونو کې یې د پام وړ اقدمات ترسره کړي دي.»
د طالبانو یاد وزارت ویاند له نړيوالو سازمانونو وغوښتل، چې د افغان مېرمنو په اړه دې د افغانستان د فرهنګونو او اسلامي ارښتونو په رڼا کې معلومات او قضاوت وکړي.
د ملګرو ملتونو د استوګنې او ښاري پراختیا ادارې مشرې سټیفني لوز تېره ورځ (جمعه د زمري۱۷مه) په جینوا کې ویلي و: «د طالبانو هغه فرمانونه چې ښځې او نجونې له ثانوي زده کړو، کار او له محرم پرته له کوره وتلو څخه منع کوي، د راستنېدونکو لپاره جدي ننګونې دي.»
د نوموړې په وینا، راستنېدونکې افغان نجونې او ښځې بېرته داسې یوه هېواد ته ستنېږي چې له ۱۲ کلنۍ پورته نجونې ښوونځيو ته نشي تللی او همداراز د ټولنې دغه قشر ته هېڅ ډول ټولنیز او یا هم اقتصادي فرصتونه نشته.
مېرمن لوز زیاته کړې و: «موږ داسې کورنۍ هم لرو چې د ښځو په مشرۍ هېواد ته ستنېږي. تاسو تصور وکړئ چې دا د دوی لپاره څه معنا لري. هغوی پرته له محرم څخه نشي کولای له کوره ووځي، ان که ډاکټر ته د تګ اړتیا هم ولري.»
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په تېرو څلورو کلونو کې په لسګونه فرمانونه صادر کړي چې په خصوصي او عامه دواړو برخو کې یې د افغانستان مېرمنې په جدي توګه محدودې کړې دي.