د نورستان په یوه کان کې د چاودنې له امله یو تن مړ او ۷ نور ټپیان دي

پرون

د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د کان کیندنې پر مهال د چاودنې له امله یو تن کان‌کېندونکی مړ شوی او اووه نور ټپیان دي. دغه پېښه نن سهار د ماوې غره په یوه کان کې د غره سوري کولو لپاره د چاودېدونکو توکو د چمتو کولو پرمهال شوې.

د طالبانو د نورستان امنیه قوماندانۍ د اعلامیې له مخې، پولیس سملاسي د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د دواب ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړي دي. طالب چارواکي وایي چې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او تر درملنې لاندې دي.

په پېښه کې وژل شوی کس ښایسته ګل نومېږي چې د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی و.

ټپیان هم د کونړ ولایت له بېلابېلو سیمو، چپې درې، ماڼوګي، شیګل او مرورې ولسوالۍ څخه دي، چې په ماوې غر کې د معدن په کیندنه بوخت وو.

که څه هم د نورستان طالب چارواکي د کان د قانوني وضعیت په اړه څه نه‌دي ویلي، خو سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت او ګاونډي کونړ کې د غیر قانوني او غیر معیاري کان‌کیندنو لړۍ له کلونو راهیسې روانه ده.

نور خبرونه

رادیو