د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ د پي او ار کارټ لرونکو افغانانو د اوسېدو موده پای ته رسېدلې

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوه فرمان په صادرولو ویلي، چې په دغه هېواد کې د (PoR) کارټ لرونکو افغانانو د اوسېدو موده پای ته رسېدلې ده. له دې سره هم‌مهاله پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پراخه شي.

له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو خبره هغه مهال توده شوه، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له‌خوا د افغانانو ستنولو په اړه د (Statutory Regulatory Order) په نوم فرمان لاسلیک شو.

د دغه فرمان له مخې؛ په پاکستان کې د (PoR) کارټ لرونکو افغانانو موده د روان کال (د جون میاشتې په ۳۰مه نېټه) پای ته ورسېده او دوی نور په پاکستان کې ناقانونه وبلل شول.

تر دې مخکې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او فبرورۍ میاشتو ترمنځ د پاکستان حکومت له افغانانو غوښتنه کړې وه، چې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ووځي؛ که نه له جبري شړلو سره به مخ شي.

تر هغه وروسته د پاکستان حکومت بل اعلان وکړ، چې د ناقانونه بهرینو وګړو د ستنولو پلان دویم پړاو پيلېږي. په دې پړاو کې د بې اسناده کډوالو په ګډون افغان تابعیت لرونکي (ACC) کارټ لرونکي افغانان هم له پاکستانه اېستل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) په خپل یوه راپور کې د افغان کډوالو ستنېدنې بهیر ته یوه عمومي کتنه کې ويلي، چې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۴ مېلیونه د PoR کارټ لرونکي افغانان اوسېږي.

نور خبرونه

رادیو