د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له پاکستان څخه غوښتي، د هغو افغانانو چې د کډوالۍ کارتونه(پي او ار) لري ستنول ودروي او د دې کارتونو د اعتبار موده تمدید کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د سې شنبه په ورځ (د زمري ۱۴مه) ویلي، چې د پاکستان حکومت په رسمي ډول د کډوالۍ کارتونو لرونکو ته خبر ورکړی، چې د اګست تر ۳۱مې پورې وخت لري چې افغانستان ته د لېږولو لپاره تیاری ونیسي.
دا پریکړه په پاکستان کې میشت شاوخوا ۱.۴ میلیون افغان کډوال اغیزمنوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوچ د سې شنبه په ورځ په جینیوا کې خبرداری ورکړ: «د کډوالو چټک او پراخ راستنیدل به د خدماتو او ملاتړ اړتیا ډیره کړي او همدارنګه به په افغانستان او سیمه کې د بې ثباتۍ ګواښ رامنځته کړي او په دې سره بیا د کډوالۍ نوې څپه هم راتلای شي.»
هغه وویل، چې له پاکستان څخه د کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته توګه تر سره شي.
ښاغلي بلوچ زیاته کړه، چې «UNHCR»افغانستان ته د ښځو، نجونو او زیان منونکو خلکو د ستنیدو په اړه اندیښمن دی، ځکه چې هلته د دوی حقونه د ګواښ لاندې دي
د دغو کارتونو لرونکو لپاره قانوني ضرب الاجل د جون په پای کې پای ته ورسېد او تمه کېده چې د پاکستان حکومت به دا ضرب الاجل د تیرو کلونو په څیر د یو بل کال لپاره وغځوي؛ خو دا ځل د کارتونو د نوي کولو پر ځای یې د کډوالو د ایستلو پریکړه کړې ده.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې کارتونو نه تمدید د ۱.۴ میلیونه کسانو لپاره د نامعلوم برخلیک مانا لري.
دې سازمان یو ځل بیا له پاکستان څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ودروي او د دوی د استوګنې کارتونو د نوي کولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ مخکې د راستنیدونکو کډوالو، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو نجونو په وړاندې د خطرونو او ننګونو په اړه خبرداری ورکړی و.
د نوم لیکنې کارتونو لرونکو تر څنګ شاوخوا ۸۰۰ زره افغانان د «افغان تابعیت» کارتونه لري.
د پاکستان پولیس وايي چې دا خلک هم په هیواد کې «په غیر قانوني ډول» ژوند کوي او باید افغانستان ته ستانه شي.
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ژوند کولو لپاره یوازینۍ د منلو وړ سند د اعتبار وړ ویزه اعلان کړې ده.
مخکې له دې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د جون په میاشت کې اعلان وکړ، چې سږ کال لږ تر لږه ۱.۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه په زوره افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دې تر څنګ په پاکستان کې افغان کډوالو مخکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وه، چې د هیواد د کډوالۍ ادارې د ویزې د نوي کولو پروسه هم ځنډولې او پاکستاني پولیس هغه افغانان نیسي او بیرته یې شړي چې د خپلو ویزو د نوي کولو په تمه دي.
د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ویزې د نوي کولو پروسه شاوخوا یوه میاشت ځنډول شوې ده او په ورته وخت کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره په لویه کچه د پولیسو عملیات هم ګړندی شوي دي.