د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ تر جون میاشتې پورې یوازې ۳۸،۶ سلنه نارینه افغان پناهغوښتونکو ته پناه ورکړل شوې، حال دا چې د تېر کال په همدې موده کې دا کچه ۹۵،۷ سلنه وه. تر ټولو ټیټه کچه د ۲۰۲۵ کال په جون کې ثبت شوې، چې یواځې ۳۳،۷ سلنه افغان نارینهوو ته پناه ورکړل شوې ده.
د نیو اوسنابروکر ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، په جرمني کې د افغان نارینه پناهغوښتونکو د ساتنې کچه په شدیده توګه راټیټه شوې ده. دا څرګندونې د جرمني فدرالي حکومت د کیڼ ګوند (دې لېنکه) د یوې رسمي پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
د جرمني فدرالي حکومت دا هم تایید کړې چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان «دې فکټو» ادارې له استازو سره تخنیکي تماسونه موجود دي، خو دا تماسونه د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.
د دې لینکه ګوند د کورنیو چارو ویاندې کلارا بیونګر دا وضعیت "اندېښمنوونکی" بللی دی.
هغې ویلي، چې په لنډ وخت کې له نږدې سل سلنې څخه تر درېیمې برخې پورې د پناه ورکولو د کچې رالوېدل د سیاسي فشار نښه ده.
هغې همداراز ټینګار کړی چې حکومت دا هم منلې چې د افغانستان بشري وضعیت نه یوازې کړکېچن دی، بلکې لا پسې خراب شوی، خو بیا هم د پناه سیاست کې دومره سخت بدلون ته قانع کوونکی دلیل نه لري.
بیونګر پر فدرالي ادارې بمف هم نیوکه کړې، چې پناه غوښتنې په کمزوري کیفیت ارزوي، پناه غوښتنې عمومي او ناعادلانه ردوي او محکمې دا پرېکړې بیا پر لهپسې لغوه کوي.
هغې ویلي چې د افغانانو د پناه غوښتنو پر ردولو باید ژر تر ژره له سره کتنه وشي، ځکه دا ټول مسوولیت د اداري محاکمو پر اوږو نه شي پرېښودل کېدای.
د جرمني د فدرالي حکومت د معلوماتو له مخې، دا مهال په جرمني کې نږدې ۱۱،۲۰۰ افغان اتباع د اخراج امر لري، چې له دوی نه نږدې ۹،۷۰۰ نارینه، ۱،۴۵۰ ښځې او نږدې ۱،۵۰۰ کوچنیان دي.
نږدې ۹،۵۰۰ تنه له دې ډلې د «دولدونګ» یا موقتي زغم موقف لري. تر ټولو ډېر د اخراج امر لرونکي افغانان په بایرن ایالت کې اوسیږي، چې شمېر یې شاوخوا ۱،۸۰۰ تنه دی.