د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیا یف په ترکمنستان کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغان-ټرانس ریل لارې پروژې د چټکې پلیتابه غوښتنه کړې ده. هغه دغه پروژه د سیمهییزې اقتصادي پراختیا لپاره حیاتي بللې ده.
میرضایف وویل چې د سیمې د سوداګرۍ او ترانسپورت لپاره به دغه پروژه نوې زیربناوې رامنځته کړي.
میرضیا یف په وچه د ایسارو هېوادونو په تړاو د ملګرو ملتونو په غونډه کې وویل، « موږ د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د ریل لارې د جوړولو د چمتووالي او پلي کېدو د چټکولو غوښتنه کوو. دا لاره که د چین-قرغیزستان-ازبکستان له رېل لارې سره، چې اوس جوړېږي، یوځای شي، زموږ په پراخه سیمه کې به د سوداګرۍ او اقتصاد نوې فضا او د دوامداره ترانسپورتي زیربناوو د رامنځته کېدو فرصتونه پرانیزي».
نوموړی دغه راز وویل، چې هېواد یې د منځنۍ لارې پراختیا ته هم لومړیتوب ور کوي.
د افغان-ترانس ریل لارې د امکان سنجونې تړون تېره میاشت طالبانو د عامه فوایدو وزارت، د ازبکستان د ترانسپورت وزارت او د پاکستان د ریل لارې وزارت ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.
د دغه تړون مراسم د درېواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې ترسره شول.
پاکستاني وزیر اسحاق ډار ویلي چې دغه ریل لاره به د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د مالونو د ترانزیت لپاره نوې لاره برابره کړي او د سیمهییز تجارت او اقتصادي ودې په پراختیا کې به مهم رول ولري.