د افغانستان او تاتارستان ترمنځ به مستقیمې الوتنې پيل شي

۷ ساعتونه مخکې

د تاتارستان جمهوريت د لومړي وزير مرستیال اولیګ کوروبچینکو د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير ملا حميدالله اخوندزاده سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ به مستقیمې الوتنې پيل شي. نوموړي ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د چارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) وویل، چې د یاد وزارت وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده د د روسیې فدراسیون د تاتارستان جمهوريت د لومړي وزير مرستیال د او صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ کوروبچینکو سره په کابل کې لیدلي.

د یاد وزارت په وینا، په دې ناسته کې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ټرانسپورټي او لوژستیکي اړیکو د رامنځته کولو او پراخولو، د کوماز ډوله وسایطو لپاره د یو معیاري ورکشاپ د پرانیستلو، د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

اخوندزاده ویلي، د تاتارستان پانګوال کولی شي په افغانستان کې د ټرانسپورټ او لوژستیکي تاسیساتو په برخه کې پانګونه وکړي او دا زمینه ورته په ښه ډول برابره ده.

طالبانو د تاتارستاني چارواکو له خولې ویلي، چې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ به مستقیمې الوتنې پيل شي.

تر دې مخکې نیوز روسیه هم راپور ورکړی و، چې د روسیي سیاحتي شرکتونه افغانستان ته د الوتنو چمتووالی نیسي.

د نیوز روسیه د رپوټ له مخې، لومړۍ ډله روسي سیلانیان، چې له مسکو، تاتارستان او نورو سیمو څخه لس تنه نارینه پکې شامل دي، په اګست میاشت کې کندهار ته ځي.

دا سفر د "طالبان ټور" په نوم یو خصوصي شرکت تنظیموي، چې بنسټ یې روسي سوداګر اناتولي ارونوف ایښی دی. نوموړي دغه نوم د تجارتي نښې په توګه ثبت کړی دی.

ارونوف وايي، د سفر هدف د افغانستان کلتور پېژندل دي.

نور خبرونه

رادیو