د «فریډم نو» په نوم د بشري حقونو موسسې مشره زبیده اکبر وایي، چې طالبان د افغانستان خلکو ته د خدمت لپاره هېڅ نیت او اراده نه لري او دوی د نړۍوالو بشردوستانه مرستو په وړاندې تر ټولو لوی خنډ دي.
نوموړې دا څرګندونې نن د بشري حقونو د څار بنسټ او ملګرو ملتونو د یوې مجازي غونډې پر مهال وکړې. هغې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د ښځو له سیمهییزو بنسټونو سره مستقیم ملاتړ وکړي.
هغې زیاته کړه: «نړۍواله ټولنه باید مالي مرستې مستقیم د مېرمنو له بنسټونو سره وکړي، ځکه چې دغه کوچني بنسټونه د لږو مرستو سره ډېر ستر کارونه کولی شي.»
زبیده اکبر ویلي: «طالبان د مرستو رسوونکو کارکوونکي ګواښي، هغوی نیسي او د خپلو پراخو محدودیتونو له امله یې د خلکو لاسرسی اړینو مرستو ته محدود کړی دی.»
په داسې حال کې چې د افغانستان بشري بحران ورځ تر بلې پراخېږي، د طالبانو پراخ بندیزونه، په ځانګړې توګه پر ښځو د خلکو ژوند نور هم له ستونزو سره مخ کړی دی.
بلخوا، د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته بېرته ستنېدل له بیکارۍ، ړنګ روغتیایي سیستم او بشري بحرانونو سره مخ کېدل دي.
نوموړې څرګنده کړه: «ښځې په افغانستان کې ثانوي او لوړو زده کړو ته لاسرسی نه لري، د کار، بیان ازادۍ او تګ راتګ په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.»
هغې وویل،چې دوی د ګڼو بې قانونیو اسناد راټول کړي، چې پکې ناقانونه وژنې، جبري ورک کېدنې، خپلسري نیونې او شکنجې شامل دي.
هغې دا هم وویل، چې د بودیجې د نشتوالي له امله تر ۴۰۰زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي، چې دغې چارې د خلکو لپاره جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.
فرشته عباسي د اسنادو د خپلواکه ثبت نشتون ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا باید یو خپلواک او شفاف میکانیزم رامنځته کړي، څو د طالبانو لهخوا د بشري حقونو د سرغړونو د اسنادو ثبت او څار وشي.