د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د یاد وزارت اړوند د استقلال ملي او تخصصي روغتون کې شاوخوا ۱۲ زره ۴۹۴ وړیا جراحي عملیات ترسره شوي دي.
یاد وزارت همدراز زیاتوي چې په دغو جراحي عملیاتو کې ۴ زره ۷۲۷ ستر او ۷ زره ۷۶۷ کوچني جراحي عملیات شامل دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) پر اېکسپاڼې لیکلي، چې دا عملیات د افغان مجربو او متخصصو ډاکترانو په مټ په بریالۍ توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.
دوی همداراز لیکلي چې په دغه روغتون کې یې ۱۷۳ زره او ۲۷۱ ناروغانو ته په وړیا توګه د بهرنۍ څانګې (OPD) او ۲۳ زره او ۵۹۷ ناروغانو ته د بستر خدمات وړاندې کړي دي.