د افغانستان کرېکټ بورډ پرون دوشنبه (د زمري ۱۳مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال له پاکستان او اماراتو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د کرېکټ ملي لوبډلې ۲۲ کسیز نوملړ اعلان کړ.
د کرکېټ بورډ په وینا؛ د اعلان شوې لوبډلې لوبغاړي به په دغو درې اړخیزو لوبو او همدا راز د اسیا جام د سیالیو چمتوالي لپاره په تمریناني کمپ کې ګډون وکړي.
په دغه ۲۲ کسیز نوملړ کې د راشد خان په مشرۍ تر ډېره ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.
راشد خان، رحمان الله ګربز، صدیق الله اتل، وفي الله تره خېل، ابراهیم ځدراڼ، دروېش رسولي، محمد اسحاق، محمد نبي، ننګیال خروټی، شرف الدین اشرف، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، مجیب ځدراڼ، غضنفر، نوراحمد لکڼوال، فضل حق فاروقي، نوین الحق، فرید ملک، سلیم صافی، عبدالله احمدزی او د بشیراحمد نومونه په دغه نوملړ کې شامل دي.
د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ به د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د روان ۲۰۲۵کال د اګسټ په ۲۹مه نېټه پیل او د سپټمبر تر ۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په لومړۍ لوبه کې به د افغانستان او پاکستان لوبډلې (د اګسټ په ۲۹مه نېټه) د لوبو ډګر ته ښکته شي.
له اعلان شوي مهالوېش سره سم؛ هره لوبډله به دوه ځلې له نورو لوبډلو سره مخ کېږي او په پای کې به غوره لوبډلې وروستۍ لوبې ته لار مومي.