د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ سیالۍ تېره ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې پیل شوې. د دغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې د افغانستان د ښځینهو والیبال ملي لوبډلې د ۳ـ۰ په توپیر د ترکیې پر وړاندې ماتې وخوړه.
د ویزو ستونزو له کبله د یادې لوبډلې یوازې اته لوبغاړې تېره ورځ د لوبو ډګر ته ښکته شوې. د افغانستان د والیبال فدراسیون منشي خوشحال ملکزي تر دې وړاندې ویلي و، له ۱۲ټاکل شویو لوبغاړو څخه یوازې اته لوبغاړې تر اوسه ریاض ته رسېدلې دي.
د معلوماتو پربنسټ؛ د افغانستان د والیبال په ښځینهو ملي لوبډله کې د افغانستان دننه او بهر لوبغاړې برخه لري. د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په سیالیو کې د افغانستان، ترکیې، ایران او اذربایجان لوبډلو ګډون کړی دی.

