د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې«لویان»د اسلامي هېوادونو د یووالي سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د تاجکستان لوبډله د ۵ پر وړاندې په ۹ ګولونو ماته کړه.
دغه لوبه نن سې شنبه، د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ترسره شوه.
د افغانستان له لوري، مرتضی حسېني درې ګولونه، اکبر کاظمي دوه ګولونه، عباس حیدري دوه ګولونه، مهدي نوروزي او مرتضی جعفري هر یوه یو یو ګول وواهه.
افغانستان په دې سیالیو کې د دویمې ډلې برخه دی چې ورسره ایران، تاجکستان او مراکش شامل دي.
د فوټسال افغان لوبډلې راتلونکې لوبه به د پنجشنبې په ورځ د ایران د فوټسال له ملي لوبډلې سره ترسره شي.

