طالبان وايي، د کډوالۍ نړۍوال سازمان ورسره د مرستو ژمنه کړې ده

۱۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر د هرات لپاره د دغې ډلې والي مولانا اسلام جار سره په لیدنه کې د مرستو ژمنه کړې ده.

د دغه دفتر له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان د مشر په حوالې راغلي، «هڅه کوو، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړو.»

د دغه سازمان مشر ژمنه کړې، چې د هغو افغانانو لپاره به هم د اوږدمهاله ملاتړ پروګرانه عملي کړي چې د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوي دي.

نور خبرونه

رادیو