له ملا هبت الله د محمد زمان مزمل غوښتنه: د خلکو د ازادۍ او نقد مخه مه نیسئ

۲ ساعتونه مخکې

افغان لیکوال او شنونکي محمد زمان مزمل د طالبانو د مشر ملاهبت الله په امر د شیخ عبدالسمیع غزنوي د زنداني کېدو په غبرګون کې ویلي، چې «د خلکو د ازادۍ او نقد مخه مه نیسئ».

مزمل د طالبانو پر مشر او رییس الوزرا غږ کړی، چې د دیني عالمانو نیول او خولې چوپ کول بدې پایلې لري.

افغان لیکوال او شنونکي محمد زمان مزمل په یوه غږیز پېغام کې ددې ډلې له مشرانو غوښتنه کړې، چې د خلکو د ازادیو او نیوکو مخه دې نه نیسي، ځکه دده په باور، دا چاره ناوړه پایلې لرلی شي.

مزمل په دغه پیغام کې ویلي:« زموږ خواهش له ملاهبت الله او رییس الوزرا څخه دا دی، چې د خلکو د ازادۍ او نقد مخه هېڅکله مه نیسئ او دا حکومت له خلکو سره په مشوره جوړ کړئ».

مزمل زیاته کړې، « د محدودو خلکو، چې په پاکستان او ایران کې اوسېدلي دي، یوازې د هغوی په مټ یې مه ګرځوئ.»

د زمري ۲مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شیخ عبدالسمیع غزنوي له خپلې مدرسې نیول شوی او په ۴۵ ورځو زندان محکوم شوی.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «د طالبانو د استخباراتو دریو امرانو د نوموړي له نیولو ډډه کړې وه او دلیل یې داو، چې ددوی استاد تېر شوی، خو وروسته د کندهاري طالبانو یوې ډلې په داسې حال کې ونیوه چې د مدرسې په ازموینو کې بوخت و».

د عبدالسمیع غزنوي خپلوانو ویلي، چې نوموړی د چنګاښ پر ۲۵مه له خپلې مدرسې نیول شوی او د زمري پر لومړۍ نېټه د طالبانو نظامي محکمې په ۴۵ ورځني زندان محکوم کړی دی.

عبدالسمیع غزنوي په خپلو ویناوو کې د مباح علم او د نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو پر دریځ نیوکې کړې وې.

هغه پر دیني عالمانو نیوکه کړې وه، چې له خلکو دین پټوي او د خپلې څوکۍ، نوم او شتمنیو لپاره دین تحریفوي.

غزنوي د پاکستان پر حکومت نیوکې درلودې او په پاکستان کې یې د جهاد ملاتړ کړی و.

د شنونکو په باور، د شیخ عبدالسمیع نیول ښيي چې طالبان نور د خپلمنځني منتقدینو زغملو ته تیار نه دي.

نور خبرونه

رادیو