ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د غذايي امنیت ناورین ژور شوی

۵۱ دقيقې مخکې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان د غذايي امنیت او د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو سخت ناورین تجربه کوي او د دې وضعیت د کنټرول لپاره تر جنورۍ میاشتې پورې ۵۳۹ میلیونه ډالره مرستې ته اړتیا ده.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، نږدې ۱۰ میلیونه افغانان له سختې غذايي نا‌امنۍ سره مخ دي، او هر درېیم ماشوم د ودې له پلوه وروسته پاتې شوی دی.

دډبلیو ایف پي په وینا، د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتوالي لامل د بېړنیو خوراکي مرستو کمښت دی، چې په تېرو دوو کلونو کې د مرستندویه هېوادونو د ملاتړ کمېدو له امله رامنځته شوی.

تېر کال، امریکا د WFP تر ټولو لوی مالي مرستندوی و، چې له نږدې ۹،۸ میلیارده ډالرو مرستو څخه یې ۴،۵ میلیارده ډالر برابر کړي وو. د پخوانیو امریکايي حکومتونو په باور، دا ډول مرستې به د فقر، شخړو، افراطیت او جبري مهاجرتونو د کمېدو له لارې د امریکا ملي امنیت ته ګټه ورسوي.

خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روان کال په اپرېل میاشت کې له افغانستان سره د خوراکي مرستو بندېدل اعلان کړل.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو، په تېره له ایران څخه د افغانانو جبري بېرته‌ستنېدلو هم د خوراکي ناامنۍ بحران لا پراخ کړی دی.

یوازې په تېرو دوو میاشتو کې دغه اداره توانېدلې له ایران نه بېرته راستنو شویو ۶۰ زره افغانانو ته مرستې ورسوي، چې دا د ټولو راستنو شویو یواځې یوه برخه ده.

دډبلیو ایف پي د اړیکو افسر، ضیاء‌الدین صافي اې بي سي نیوز ته ویلي: «په اوسنيو شرایطو کې موږ کافي بودیجه نه لرو چې د بېرته‌ستنېدونکو لپاره مرستې جاري وساتو او له دې امله موږ ۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو، څو له ایران نه ټولو مستحقو راستنو شویو افغانانو سره مرسته وکړای شو».

هغه زیاته کړه چې په ټول هېواد کې د کورنیو د ملاتړ لپاره، د جنورۍ تر میاشتې پورې ۵۳۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د اقلیم بدلون هم د افغانستان پر خلکو، په ځانګړې توګه د کلیوالو پر ژوند، ناوړه اغېز کړی دی.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر مطیع‌الله خالص تېره اونۍ ویلي و: «وچکالي، د اوبو کمښت، د کر وړ ځمکو له منځه تلل، او ناڅاپي سېلابونو د خلکو پر ژوند او اقتصاد ژور اغېز کړی».

افغانستان له شاوخوا نیمې پېړۍ راهیسې د جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ، طبیعي افتونو او اقتصادي رکود له امله د دوامدار بشري بحران شاهد دی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، نړۍوالې مرستې پام وړ کمې شوې، چې له امله یې د میلیونونو وګړو ژوند له سخت بحران سره مخ شوی دی.

نور خبرونه

رادیو