ایران له پاکستان او چین سره د ورېښمو لارې په پروژه کې د یوځای کیدو لپاره لیوالتیا ښودلې ده.
دغه لېوالتیا د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادق ښودلې، چې د ایران له ولسمشر سره یې د پاکستان په رسمي سفر کې ملګرتیا کوله.
د پاکستان د دولتي اژانس د خبر له مخې، د غونډې په جریان کې ایران له پاکستان او چین سره د ورېښمو لارې پروژې سره د یوځای کیدو لپاره د لیوالتیا څرګندولو ترڅنګ د ګوادر-چابهار له لارې د سمندري سوداګرۍ پراخولو په اړه بحث کړی.
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان د ایران پلاوي ته د سوداګرۍ حجم پراخولو فرصتونو په اړه معلومات ورکړي او په مختلفو سکتورونو کې د پام وړ نه کارول شوي ظرفیتونه یې روښانه کړي دي.
د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادق د ایران او پاکستان ترمنځ د موټرو د شمیر د زیاتوالي اړتیا په ګوته کړې او د کویټې - زاهدان د اوسنۍ لارې د عصري کولو وړاندیز یې هم کړی دی.
په دې ناسته کې د پاکستان د پانګونې وزیر عبدالعلیم خان د ایران او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو کاري ډلو د جوړولو وړاندیز کړی، چې د موافقه شویو پروژو پلي کول ګړندي کړي.
عبدالعلیم خان د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې ته بلنه ورکړې، چې د اکتوبر په ۲۳-۲۴ په پاکستان کې د پانګونې وزیرانو په کنفرانس کې ګډون وکړي، چې کوربه به یې پاکستان وي او د ۲۰ هیوادونو وزیران به پکې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلام اباد او تهران ترمنځ د مسعود پېزشکیان د سفر پرمهال ۱۲ تړونونه او تفاهم لیکونه لاسلیک شول.