په کورنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیر طلال چودري ویلي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګرۍ بیا سر راپورته کړی. طلال چودري په افغان سوله کې د پاکستان د رول یادونه کړې او پر طالبانو یې غږ کړی، چې اوس خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
طلال چودري د دوشنبې په ورځ په اسلاماباد کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګرۍ بیا سر راپورته کړی او امنیتي ځواکونه درندې مرګ ژوبلې ګالي.
هغه زیاته کړه، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د حکومت له بشپړ سیاسي ملاتړ پرته په ترهګرۍ ضد جګړه کې اغیزناک رول نه شي لوبولای.
چودري له طالبانو سره د روانو خبرو یادونه هم وکړه او ویې ویل: «موږ د وروڼو په څېر ګاونډیان یو او د افغانستان د سولې لپاره مو سترې قربانۍ ورکړې دي. اوس یې وخت دی چې افغانستان خپل مسوولیت ترسره کړي».
نوموړي وویل، چې تر دې دمه د ترهګرۍ له کبله له ۹۰ زرو ډېرو پاکستانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او که دا ګواښ لا هم خپرېږي، نو نړیوال به یې اغېزې وویني.
نوموړي دا هم وویل چې پاکستان او ایران د ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو پر پراخولو هوکړه کړې ده.
هغه هیله وښوده چې دا همکاري به په ځانګړې توګه په بلوچستان کې د ترهګریزو فعالیتونو پر ضد اغېزناکه تمامه شي.