په اسلام ‌اباد کې د افغان کډوالو پرلت اتمې ورځې ته ورسېد

۱ ساعت مخکې

په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو پرلت اتمې ورځې ته ورسېد خو لا هم د نړیوالو ادارو، په ځانګړي ډول یو این ایچ سي ار له لوري کوم غبرګون نه دی ښودل شوی. کډوال وايي، دلته له لوږې، تودوخې او بې‌سرپناهۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د جولای پر ۲۸مه، د اسلام‌اباد په جي-۶ سیمه کې لسګونه افغان کډوال، چې ښځې، نوزېږي ماشومان او ناروغان هم پکې شامل وو، د جبري ایستنو پر ضد غلی پرلت پیل کړ.

ددغه پرلت ګډونوالې مېرمن عسکري افغانستان انټرنشنل ته وویل:«زه افغانستان ته نه‌ستنېږم، هلته زما ژوند په خطر کې دی.»

عسکري وایي، اته ورځې وشوې چې د سوله ییز اعتراض له مخې د انساني حقونو غوښتنه کوي، خو په دې موده کې نه یوازې امنیت نه‌لري، بلکې له انساني حقونو هم بې‌برخې پاتې دي.

هغه زیاتوي، « باید زموږ غږ واورېدل شي او موږ تر هغې نه شاته کېږو چې زموږ سرنوشت نه وي معلوم شوی».

د پرلت یوه بله ګډونواله نفیسه قادري، چې اته ورځې یې د لمر، باد او باران په منځ کې تېرې کړې، د نړيوالو ادارو بې‌پامي ته ګوته نیسي او وايي، «اته ورځې کېږي چې دلته یخ او ګرمي زغمو، خو تر اوسه هېڅ اداره، حتا یونسیار، موږ ته پام نه‌دی کړی. ماشومان راسره دي، خو موږ سرپناه نه‌لرو. یونسیار باید حساب ورکړي».

مېرمن قادري وایي چې له تېرې یوې میاشتې راپه دې خوا د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ویزې تمدید بند کړی او زیات شمېر افغانان اوس بې ویزې ژوند کوي او هره شېبه ددې امکان شته چې د پولیسو له لورې ونیول شي او اخراج شي.

د پرلت تنظیموونکې دیبا فرهمند افغانستان انټرنشنل ته وویل چې افغان کډوال د طالبانو له ډاره پاکستان ته راکډه شوي او باید د جبري ایستنې مخه یې ونیول شي.

نوموړې زیاته کړه: «موږ له افغانستان نه د ژغورنې لپاره راغلي یو، خو دلته مو هم د جبري ایستنې له ویرې له سترګو خوبونه تښتېدلي. که موږ ووژل شو، پړه مو د یونسیار او نړیوالې ټولنې پر غاړه ده».

د رپوټونو له مخې، د پاکستان کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ویزو نه تمدیدولو پرېکړه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو