په کابل کې د څارندوی بلاکونو اوسېدونکي وايي طالبان یې له کورونو باسي

۲ ساعتونه مخکې

د کابل د څارندوی بلاکونو ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له خوا جوړې شوې کمیټې خبرداری ورکړی چې کورونه خالي کړی.

د څارندوی بلاکونو د اوسېدونکو په وینا، تر اوسه د ۲۵۰ کورونو اوسېدونکو ته ویل شوي، چې «ستاسې سندونه ناسم دي، باید کورونه خالي کړئ».

د کابل د څارندوی بلاکونو ځینو اوسېدونکو نن د زمري ۱۳مه وویل چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې طالبانو د ښارګوټي د کورونو څېړنه پیل کړې ده.

یوه اوسېدوونکي وویل:«د ښارګوټي د کورونو د څېړلو لپاره چې د طالبانو کمېټه کوم چلند کوي هغه غیرمسلکي او له تعصبه ډک دی او اصلي سندونو ته هم پام نه کوي. موږ مجبور يو چې له کورونو ووځو.»

د یاد ښارګوټي یو بل اوسېدونکی وايي چې طالبان داسې دلایل وايي چې هغه د منلو وړ نه دي او ځینو کورنیو ته یې ویلي چې «تاسې اوس ځوانان شوي یئ، باید کورونه خالي کړئ».

نوموړي وویل:« خلک له کورونو وباسي چې تاسې مستحق نه یاست، بیا دوی خپل کسان پکې ځای پر ځای کوي.»

د کابل څارندوی بلاکونو کې، چې په طالبانو کې د پولیسو په ښارګوټي مشهور دي، زیاتره د افغانستان د پخواني ولسمشر نجیب الله د وخت د وژل شویو پولیسو کورنۍ اوسېږي.

د ښارګوټي اوسېدونکي نیوکه کوي، چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په دغو کورونو کې اوسېږي، خو اوس ورته ویل کېږي چې له کورونو ووځي.

د کابل د څارندوی بلاکونو د اوسېدونکو په وینا، تر اوسه پورې د ۲۵۰ کورونو اوسېدونکو ته ویل شوي، چې «ستاسې سندونه ناسم دي، باید کورونه خالي کړئ».

د ښارګوټي اوسېدونکي وايي، طالبانو ګواښلي، چې رسنیو او ددې ډلې ادارو ته دې ددې موضوع په اړه شکایت نه کوي.

طالبانو تر اوسه د کابل د څارندوی بلاکونو د کورونو د سندونو څېړنې او ددغه ښارګوټي د اوسېدونکو شکایتونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د څارندوی بلاکونو د جوړولو چارې په ۱۳۶۳ کال کې د کورنیو چارو وزارت له بودجې څخه د کابل ښار په وزیراباد چمن کې د ۱٨۱ جریبه ځمکې په مساحت سره پیل شوې، او اوس سلګونه کورنۍ پکې ژوند کوي.

نور خبرونه

رادیو