پاکستان کې موسمي سېلابونو او بارانونو ۲۹۹ کسان مړه کړي، چې نیمایي یې ماشومان دي

۲ ساعتونه مخکې

د طبیعي پېښو پر وړاندې د پاکستان ملي ادارې خبر ورکړی، چې د جون له میاشتې راهیسې پرله‌پسې سختو بارانونو او سېلابونو د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې تر دې دمه ۲۹۹ کسان مړه کړي چې له ډلې یې ۱۴۰تنه ماشومان دي.

د پاکستان یاده اداره زیاتوي، دغه سېلابونه د جون له ۲۶مې نېټې پيل شوي او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې درانه تاوانونه اړولي دي. د مړو شويو کسانو له ډلې ۱۰۲ نارينه، ۵۷ ښځې او ۱۴۰ ماشومان دي؛ همداراز، د ژوبل شويو کسانو په منځ کې ۲۳۹ ماشومان، ۲۰۴ ښځې او ۲۷۲ نارينه شامل دي.

د رسمي شمېرو له مخې؛ د دغه سېلابونو له امله تر اوسه ۱۶۷۶ کورونه زيانمن شوي، چې له ډلې یې ۵۶۲ کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي او ۱۱۱۴کورونه نيمه ‌ويجاړ دي. همداراز، ۴۲۸ څاروي هم له منځه تللي، چې له امله یې په کلیوالو سیمو کې د کورنیو پر اقتصادي وضعیت هم مستقیمې اغېزې کړې دي.

پاکستاني چارواکي وايي، د دغه طبيعي پېښو پر وړاندې یې تر دې دمه ۲۲۳ د ژغورنې عملیات ترسره کړي چې ۲۸۸۰ کسان يې له سېلاب‌ځپلو سيمو خوندي ځايونو ته لېږدولي.

يادې ادارې تر ۱۳۴۰۰ زیاتې مرستې پر اغېزمنو وېشلې دي، چې پکې نږدې ۲۰۰۰ خيمې، ۹۵۸ کمپلې، ۵۶۹ بسترې، ۶۱۳ توشکې او له ۱۱۰۰ زياتې خوراکي کڅوړې هم شاملې دي. همداراز د پخلي لپاره ۱۲۸۲ ډوله سامان، ۳۵۰ د ژغورنې واسکټونه، ۱۱۲۲ روغتیایي کڅوړې، ۲۱۷۰پلاستيکي خېمې او ۱۴۶ د اوبو پمپونه خلکو ته رسېدلي دي.

له بلې خوا د روغتيا لپاره ۷۱ لنډمهاله روغتونونه جوړ شوي، چې تر دې دمه ۵۷۷ ناروغانو ته درملنه پکې شوې ده.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د پاکستان ملي‌ اداره زياتوي، چې دې روان ناورین ډېرې ايالتونه اغېزمن کړي او د فدرالي او ايالتي ادارو په همکارۍ ګډې مرستندويه چارې دوام لري.

د بارانونو د نویو خطرناکو څپو اټکل

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې (PMD) د وروستيو وړاندوينو له مخې؛ د اګست له ۴مې تر ۷مې پورې د دغه هېواد په شمالي سيمو کې د سختو بارانونو، باد او تندرونو پرېوتو وړاندوينه شوې ده. لومړنۍ څپو کې به د خېبر پښتونخوا، پنجاب او اسلام‌اباد سيمې به د بارانونو لاندې وي او په ګلګت بلتستان کې به د اګست ۵مې څخه ورښتونه پيل شي.

په بلوچستان ايالت کې به هوا زياتره ګرمه او مرطوبه وي؛ خو د اګست په ۶مه د شمال ختيځ او سوېلي سيمو کې د لږو بارانونو امکان شته. د سند ايالت زياتې سيمې به ګرمه او مرطوبه هوا ولري؛ خو د ساحلي سيمو لپاره د ورېځو او سپکو بارانونو احتمال ورکړل شوی دی.

اګسټ کې د سختو سېلابونو اټکل

په پنجاب کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې (PDMA)عمومي مدير عرفان علي کاثيا خبرداری ورکړی، چې خلک باید د اګسټ له ۵مې څخه د موسمي بارانونو شپږم پړاو ته چمتو شي.

نوموړي زياته کړه: «د بارانونو دوام ښایي د چناب او جهلم سيندونو د منځنۍ کچې يا سخت سېلاب لامل شي. دغه ګواښ به د اګسټ له ۵مې پيل شي».

د هغه په وینا؛ د اګسټ بارانونه به د تېرې مياشتې پرتله ډېر وي. لسګونه سيمې لکه لاهور، مري، اټک، چکوال، جهلم، ګوجرانواله، سيالکوټ، شيخوپوره، فيصل‌اباد، سرګوده، ميانوالي، ډېره غازي خان، بهاولپور، خانېوال او راجنپور هم د بارانونو لاندې راتلای شي.

په دغه خبرتيا کې همداراز د مري او ګلياتو په سېلاني سيمو کې د ځمکې ښویېدو ګواښ ته اشاره شوې ده.

نور خبرونه

رادیو