پاکستان کې «ناموسي» وژنې؛ په پنجاب کې یو ورور خپله خور او د هغې خاوند وژلی دی

۲ ساعتونه مخکې

د پنجاب ایالت د ډېره غازي خان په راجنپور ولسوالۍ کې یو ورور د خپلې خوښې واده له امله خپله خور او د هغې خاوند وژلی دی.

ځايي پوليسو ويلي، چې دغې جوړې يو کال وړاندې د نجلۍ د کورنۍ له اجازې پرته واده کړی و. د پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخې؛ دغه وژنې «ناموسي» بلل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو