د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېرپاو اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي د سفر ځنډېدل مبهم بللی او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې په دې اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.
شېرپاو د دوشنبې په ورځ د (زمري په ۱۳مه) په خپلې اېکس پاڼې ولیکل: «دغه سفر یقیناً د دوه اړخیزې سوداګرۍ، سولې، امنیتي وضعیت او د پاکستان او افغانستان د اړیکو لپاره خورا مهم وو، حکومت باید د ابهام او شک د رامنځته کېدو مخه ونیسي او ولس ته وضاحت ورکړي چې ولې دغه سفر منسوخ شوی او لامل یې څه وو.»
ټاکل شوې وه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ د (زمري په ۱۳مه) د اسلام اباد په بلنه د یوه ۳ ورځني سفر په موخه پاکستان ته ولاړ شي.
پاکستان ته د امیرخان متقي سفر وځنډېد | افغانستان انټرنشنل پښتو
په ظاهره پاکستاني لوري د دغه سفر د ځنډېدو لامل «تخنیکي ستونزې» په ګوته کړي او زیاته کړې یې ده، چې ډېر ژر به د متقي د سفر نوې نېټه اعلان شي، خو د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، دغه سفر د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د معافیت نشتوالي له امله ځنډېدلی دی.
ملګرو ملتونو تراوسه پاکستان ته د متقي د سفر معافیت نه دی صادر کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو
دغه معافیت معمولا کوربه هېواد وړاندیزوي، خو داسې ښکاري چې پاکستان تر اوسه د متقي د سفر معافیت نه دی ترلاسه کړی.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې تر دوشنبې ورځې پورې پاکستان ته د سفر په تړاو د امیرخان متقي نوم د سفر د معافیت لرونکو کسانو په لېست کې نه دی شامل کړی او یا هم پرې نه دی بریالی شوی.
د طالبانو هغه چارواکي چې د بندیزونو په نوملړ کې شامل وي، د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې نشي کولای له معافیت پرته بهر ته سفر وکړي. دا معافیت یوازې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له تایید وروسته او د مشخصو موخو لکه رسمي ناستو، سولې خبرو یا عاجلو درملنو لپاره ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې امیرخان متقي تر دې وړاندې څو ځله د همدغې کمېټې له خوا د سفر معافیت ترلاسه کړی او بېلابېلو هېوادونو ته تللی دی.