د مخکېني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح اسلاماباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر ځنډېدو په اړه ویلي، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې د دغه سفر مخه نیولې ده.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، متقي د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی. ښاغلی صالح وایي:« نپوهېږم، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په کمیټه کې چا د دغه سفر مخه نیولې؛ خو له ډېرې مودې وروسته دغه سازمان یو سم او پرځای اقدام کړی دی.»
نوموړي د خپل یادښت په یوې برخه کې ویلي، چې دوی «طالبان او پاکستان» په افغانستان کې د لسیزو جګړو، وژنو او ویجاړیو مسوول دي.
ټاکل شوې وه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون دوشنبه (د زمري ۱۳مه) اسلام اباد ته سفر وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستان ته د امیرخان متقي سفر د تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوی؛ خو د دغو ستونزو په اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.
په ورته وخت کې د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې تر دې دمه پاکستان ته د سفر په تړاو د امیرخان متقي نوم د سفر د معافیت لرونکو کسانو په نوملړ کې نه دی شامل کړی.
دغه معافیت معمولا د کوربه هېواد لهخوا وړاندیز کېږي؛ خو داسې ښکاري چې پاکستان تر اوسه پورې د سفر معافیت ترلاسه کولو لپاره اړینه رسمي غوښتنه نه ده وړاندې کړې او یا نه دی پرې بریالی شوی.
پاکستان د ۲۰۲۵ کال لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې ریاست هم پرغاړه لري.
د طالبانو هغه چارواکي چې د بندیزونو په نوملړ کې شامل وي، د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې نشي کولای له معافیت پرته له افغانستانه بهر سفر وکړي. دغه معافیت یوازې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له تایید وروسته او د مشخصو موخو لکه رسمي ناستو، سولې خبرو یا بېړنیو درملنو لپاره ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې امیرخان متقي تر دې وړاندې څو ځله د همدغې کمېټې لهخوا د سفر معافیت ترلاسه کړی او بېلابېلو هېوادونو ته تللی دی.
د ۲۰۲۵ کال (د جون پر ۱۸مه) متقي ته د ترکیې په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره معافیت ورکړل شوی و. همداراز (د مئ پر ۱۶مه) نوموړي ته د چین په بیجینګ او چنګدو ښارونو کې د «لویدیځ چین نړۍوال نندارتون» کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه.
تر دې وړاندې (د اپرېل په ۲۵مه) هم د متقي لپاره قطر ته د سفر معافیت منظور شوی و، چې هلته یې له قطري چارواکو سره لیدنې لرلې. همداراز (د مارچ په ۲۱مه) سعودي ته د عمرې لپاره، (د مارچ په ۷مه) عمان ته او (د جنورۍ په ۲۶مه) متحده عربي اماراتو ته د سفرونو لپاره معافیتونه ورکړل شوي وو.
تر اوسه د پاکستان او طالبانو رسمي سرچینو سالاماباد ته د امیرخان متقي د سفر ځنډېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه کړی.