د برېتانیا لومړي وزیر پر جنسي تېري د دوو تورنو افغانانو په تړاو د شفافیت غوښتنه وکړه

۳ ساعتونه مخکې

په برېتانیا کې دوه افغان پناه غوښتونکي چې احمد ملاخېل او محمد کبیر نومېږي، ۲ ورځې مخکې په میډلینډز کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور تورن شول او ځايي پولیسو په یاد ښار کې د کړکېچ له رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره د تورنو کسانو د هویت او ځای د نه افشا کولو پرېکړه کړې وه.

خو د برېتانیا لومړي وزیر د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۱۳مه) له پولیسو وغوښتل، چې د شکمنو جنسي تیري کوونکو د هویت په اړه تر ممکنه حده شفاف واوسي.

نوموړی وروسته له هغې ځواب ورکړې ته اړ شو، چې د میډلینډز ښار سیمه ییزو شوراګانو او ټولنو له پولیسو وغوښتل، چې د جنسي تیري په تور د تورنو کسانو هویت او نور ټول جزییات افشا کړي.

د برېتانوۍ ډیلي مېل ورځپاڼې د تېرې یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، ادعا کېږي چې احمد ملاخېل د سې شنبې په ورځ د جولای په ۲۲مه له خپل یوه ملګري سره پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی او له پېښې وروسته د یوې اوونۍ په لړ کې یاد تورن کسان د پولیسو له لوري ونیول شول.

دوه افغانان په انګلستان کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور تورن شوي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د انګلستان د لومړي وزیر ویاند د دوشنبې په ورځ د (زمري په ۱۳مه) وویل، «زموږ دریځ دا دی، چې ټول چارواکي له پولیسو څخه تر مرکزي حکومت پورې باید د دغه ډول قضیو په اداره کولو کې د امکان تر حده شفاف وي.»

ویل کېږي، د دغې پېښې قرباني لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې ده او دغه دوه تورن کسان به د روانې اګست میاشتې تر ۲۶مې په توقیف کې وي او بیا به محکمې ته وړاندې شي.

نور خبرونه

رادیو