پر افغانستان د طالبانو تر بیاځل واکمنېدو وروسته د هنر ډګر له رنګ، غږ او حرکت نه بېبرخې شوی دی. افغانستان د موسیقيوالو، تیاترانو، سینماګرانو او انځوګرانو لپاره نور د الهام او تخلیق کور نهدی.
افغان هنرمندان وايي، چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ننه دوی د وېرې، بېوزلۍ او چوپتیا په یوې تنګې فضا کې ژوند کوي.
که څه هم له هېواده بهر افغان موسیقيوال هڅه کوي، چې خپل غږ ژوندی وساتي؛ خو په کور دننه افغانستان کې د طالبانو د سختو بندیزونو له امله د موسیقۍ غږ چوپ شوی دی. د نغمو هغه وطن چې یو وخت د موسیقۍ او سازونو له شوره ډک و، اوس د طالبانو د ترانو پروډکشن ګرځېدلی. د موسیقۍ ژبه چې د بیان او سولې نښه وه، له سانسور، وېرې او بندیزونو سره مل ده او هنرمندان تر بل هر وخت ډېر سخت او دردونکي وضعیت کې ایسار دي.
ګڼ هنرمندان د خپل هنر د پاللو په نیت نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي او یو شمېر نورو بیا په کور دننه د هنري چارو د ځوړ له امله نورو کارونو ته مخه کړې ده. په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له منفي اغېزو د نورو هنري برخو تر څنګ انځورګرۍ هم زیان لیدلی او ګڼ انځورګران د خپل هنر د ودې او په دې برخه کې د پرمختګ په موخه له هېواده وتلي دي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو پوره څلور کاله تېرېږي او دې موده کې د انځورګرانو، میناتورانو او نقاشانو فعالیتونه ډېر کم شوي دي.
صدیقه (مستعار نوم) له هغو انځورګرانو څخه ده، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته جلاوطنه شوې او ګاونډي هېواد پاکستان ته یې پناه وړې ده. نوموړې وايي، اوسنی حاکمیت، د هنرمندانو ملاتړي بنسټونه په افغانستان کې د انځورګرۍ هنر غوړېدو ته پاملرنه نهکوي او په وینا یې دا حالت د دې لامل شوی، چې د انځورګرۍ هنر ورځ تر بلې د ودې پر ځای لا پیکه شي.
هغه وايي: «په پاکستان کې موږ د انځورګرۍ کورس ته ځو؛ خو هلته وخت ناوخت له ستونزو سره مخ کېږو. دوی راته وايي، «نن پولیس راځي، افغانانو پسې ګرځي او نیسي یې؛ دا حالت د انسان وضعیت نور هم خرابوي.» نوموړې هنرمنده زیاتوي، چې کورنۍ یې د دې د هنر ملاتړ کوي؛ خو په وینا یې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یواېناېچ سيار ورسره د نندارتون جوړېدو ژمنه کړې وه؛ خو دغه ژمنه یې تراوسه سرته نه ده رسولې.
د کابل پوهنتون استاد محمود (مستعار نوم) له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وايي، چې اوسنی حالت د هنر لپاره «ډېر دردونکی» دی. دی خبرداری ورکوي، که وضعیت همداسې دوام ومومي؛ نو «ښايي د هنر رنګ او بوی لهمنځه لاړ شي». نوموړی زیاتوي، چې هنرمندان نه یوازې اقتصادي ستونزې لري؛ بلکې «رواني فشار» هم ورباندې ډېر شوی او که ملاتړ یې ونهشي، افغان ټولنه به خپله «فرهنګي شتمني» له لاسه ورکړي.
دی وړاندې وايي، پخوا که څه هم د هنر ودې لپاره تر ډېره حده کار کېده او د غوړېدا لپاره یې زمینه برابره وه؛ خو سره له دې هم د انځورګرانو مالي وضعیت ښه نه و. محمود د انځورګرۍ په برخه کې د کار د نشتوالي خبره هم کوي او وايي، په ښوونځیو کې د رسامۍ یوازې یو استاد وي او هغه د خپل تقاعد تر پایه همالته وي.
هغه زیاته کړه، چې دمګړۍ په افغانستان کې د انځورګرۍ هنر وده نهشي کولای او هنرمند نه شي کولای د چا انځور جوړ کړي، د انځورونو یا تابلوګانو د پلور زمینه نه ده برابره او بله دا چې دغه هنر ته په ښه سترګه نه کتل کېږي.
د کابل پوهنتون یاد استاد په افغانستان کې د جګړو پر مهال په ملي ګالرۍ کې د ډېرو هنري اثارو د تخریب په اړه هم اندېښنه ښودلې او زیاتوي، چې د دغو اثارو ډېری هغه غلا شوي دي. د هغه په خبره؛ په هېواد کې د هنر د ودې لپاره مهمه دا ده، چې اوسنی حاکمیت دغه هنر ته پاملرنه وکړي او ارزښت ورکړي. دی وايي، چې د هنر د ودې لپاره د نړۍ له اوسنیو هنري فعالیتونو خبرېدل او ورسره یو ځای کېدل په کار دي. د ده په وینا؛ هنرمندان باید د هنر له اوسنیو باریکیو ځانونه خبر کړي او په دې برخه کې د کار لپاره ورته زمینه برابره شي.
دې سره جوخت، په افغانستان کې د انځورګرۍ یو شمېر هنرمندان د هنر د محدودیتونو او بېپاملرنې له امله اندېښنه څرګندوي. افغانه انځورګره او ډاکټره ماڼو وزیري له هغو کسانو نه ده چې په باور یې، روان وضعیت د انځورګرۍ او نورو هنري برخو پر راتلونکي ډېر ناوړه اغېز کړی دی.
نوموړې وایي، اوسمهال ډېری هنرمندان له هېواده د وتلو په حال کې دي؛ ځکه نه یوازې خلک، بلکې اوسنی حاکمیت هم د هنر ارزښت نهدی درک کړی. وزیري زیاتوي: «تشویق نشته، ملاتړ نشته او د هنر پر ارزښت څوک پوهېږي. انځورګرانو ته ویل شوي، چې انځورونه مه جوړوئ. دغه ډول بندیزونه د انځورګرۍ فضا نوره هم تنګوي. اوسنی وضعیت ډېر مایوسه کوونکی دی.»
ډاکټره ماڼو انځورګري یوازې یو مسلک نه؛ بلکې د خپلې روحي درملنې تر ټولو ګټوره لاره بولي. هغې وویل: «کله چې انځورګري کوم، روحاً د ارامښت احساس کوم. همدغه هنر دی چې زه یې له ژور خپګان څخه ژغورلې یم.» هغې له نړۍوالو بنسټونو، کلتوري مرکزونو او د هنر ملاتړ کوونکو نه غوښتي، چې له افغان هنرمندانو سره مرسته وکړي؛ څو دوی وکولای شي د هنر د خدمت لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
شرنګېدلې موسیقي؛ هغه غږ چې پوره څلور کاله کېږي خاموشه شوی
د طالبانو تر بیاځل واکمنېدو وروسته موسیقي د افغانستان په فرهنګي فضا کې تر ټولو ډېره ځپل شوې برخه ده. افغان هنرمندان وايي، چې موسیقي نهیوازې له عامو محفلونو اېستل شوې؛ بلکې هنرمندان له خپلو غږونو، سازونو او ان له هویت نه جلا شوي دي.
په کابل کې مېشت افغان سندرغاړی نواز (مستعار نوم) وايي، چې ۲۰۲۱ کال د موسیقۍ د ازادۍ لپاره وروستی څپرکی و. هغه له افغانستان انټرنشنل سره-پښتو سره په خبرو کې وویل: «د ۲۰۲۱ وروسته زموږ د موسیقۍ تارونه پرې شوې دي. له هماغه ورځې هنر او هنرمند پر مرۍ پښه اېښودل شوې ده.» نواز زیاتوي، چې طالبان د موسیقۍ ژبه «غېراسلامي او ګناه» بولي او هنرمند ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
دی وايي، چې تر ۲۰۲۱ وروسته نه یوازې د موسیقۍ غږ خاموشه شو؛ بلکې د ده د ژوند ډوډۍ هم ورسره بنده شوې ده. نوموړی زیاتوي، تر سقوط مخکې یې د هنري پروګرامونو، شخصي محفلونو او فرهنګي ناستو له لارې د خپل ژوند چارې برابرولې؛ خو اوس هېڅ کاروبار نهلري.
ده زیاته کړه: «نه یوازې زموږ پر موسیقي بندیز ولګېده او د کفر په سترګه ورته کتل کېږي؛ بلکې د دسترخوان ډوډۍ مو هم ورسره بنده شوې ده او خدای شته چې د سهار او ماښام ډوډۍ پسې حیران یو. اوس کله ناکله په سلماني کې کار کوم او کله هم رېکشا چلوم. دا موسیقي مې د زړګي برخه ده؛ خو افسوس چې د غږېدو اجازه یې نهلرو.»
ناصر (مستعار نوم) بل افغان سندرغاړی دی، چې دا مهال په پېښور کې ژوند کوي، دی وايي چې طالبان د موسیقۍ پر وړاندې هماغه دریځ لري چې د ۱۹۹۰ لسیزې په دویمه نیمایي کې یې لاره. ناصر زیاتوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د موسیقۍ ناوړه وضعیت ته سخت خپه دی او په وینا یې؛ د موسیقۍ په برخه کې ۲۰ کلنې لاستهراوړنې له صفر سره ضرب شوې دي. نوموړي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې وویل: «موږ به د موسیقۍ له لارې سیاسي او ټولنیز دردونه انځورول. اوس وطن د ترانو پر پروډکشن بدل شوی دی.» ناصر زیاتوي، چې له وطنه بهر افغان هنرمندان هڅه کوي خپل غږ ژوندی وساتي؛ خو د وطن د چوپتیا درد ترې نهشي لرې کولای.
د طالبانو تر بیا ځل واکمنېدو وروسته افغانستان کې رامنځته شوي بدلونونه:
۱- د موسیقۍ ښوونځي، کنسرټونه او هنري پروګرامونه بند شوي.
۲- ښځینه موسیقيوالې له بشپړې چوپتیا سره مخ دي.
۳- د موسیقۍ وسایل ضبط یا مات شوي دي.
۴- د ملي ارکستر فعالیتونه درېدلي.
۵- په راډیوګانو او ټلوېزیونونو کې د موسیقۍ پروګرامونه بشپړ ډول بند شوي دي.
۶- ګڼ هنرمندان مجبور شوي، چې له هېواده ووځي.
کلتورپوهان څه وايي؟
کلتورپوهان او مورخین وايي، روان وضعیت یوازې هنرمندانو ته نه؛ بلکې د یوه ملت فرهنګي حافظه زیانمنوي.
کلتور پوه عبدالغفور لېوال وایي، د طالبانو تر سیوري لاندې افغانستان کې هنري تولید په نشت حساب دی او واک ته د دې ډلې تر رسېدو وروسته د هنر ګڼې برخې په قصدي ډول له منځه وړل شوې دي.
ښاغلی لېوال طالبان په افغانستان کې د هنري اثارو او کلتور پر ټول وژنې تورنوي؛ خو په خبره یې ډاډ شته چې په تبعید کې د ټولو هنرونو شته هنرمندان به هنري او هنري فعالیتونه ژوندي ساتي او د افغان هنر او کلتور دا بېړۍ له سینده پورې باسي. نوموړی زیاتوي: «په افغانستان کې اکثریت هنرونه له خپل بومي چاپېریال کډوال شوي؛ ځکه چې طالبان د ژوندیو موجوداتو انځورګري ناروا ګڼي، موسېقي حرامه بولي، مشاعرې نه جوړېږي، تیاتر خو تقریباً بېخي وجود نه لري، دې ټولو ته په کتو موږ اوس د هنر وژنې په زمانه کې ژوند کوو، تېر څلور کاله د هنر د قتل عام کلونه وو. مګر له دې ټولو سره، سره بیا هم هیلې شته، چې په تبعید کې ګڼ هنرمندان او فرهنګي فعالان د دغو برخو د ژوندي ساتلو لپاره پر خپلو شخصي لګښتونو هڅې کوي. زه هیلهمن یم، چې یو وخت بېرته د هنر او فرهنګ له مسلخ بدل شو، د هنر د ودې او فرهنګي ارزښتونو پر ځای ځایګي بدل شو.»
له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو پر افغانستان واکمني ټینګه کړې، د فرهنګي او هنري فعالیتونو بهیر له سختو محدودیتونو سره مخ شوی دی. اوسنی حاکمیت موسیقي، سینیما، انځورګري، نقاشي او ګڼې نورې هنري برخې د اسلامي ارزښتونو خلاف بولي او له همدې امله ورته لېوالتیا نه ښيي. د هنري ازادۍ دغه محدویتونه نه یوازې د هنرمندانو مسلکي کار فضا محدوده کړې؛ بلکې د هغوی فزیکي او رواني امنیت یې هم له ګواښ سره مخ کړی دی. ګن شمېر هنرمندان یا له هېواده وتلي، ځینو یې خپل فعالیتونه بند کړي او یا هم اړ شوي چې له هنر سره خدایپاماني وکړي. دغه چاره فرهنګي تنوع ته یو جدي ګواښ بلل کېږي. په دغه وضعیت کې د افغانستان د هنر راتلونکی تت، بېباوره او د سترو ناخوالو سره مخ ښکاري.