د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د مس عینک له سیمې کابل ته د ۱۴۳۰ قلمه لرغوني اثارو د لېږدېدو په تړاو خواشيني څرګنده کړه او ویې ویل، چینایان د افغانستان د تاریخي میراثونو په اړه بې تفاوته دي او ښايي طالبان د کان کېندنې د بدیلو لارو او میتودونو په اړه پوهه ونه لري.
زلمي خلیلزاد په خپل اېکس کې لیکلي، مس عینک یو لوی بودايي ښار دی او د لرغونو اثارو د ساتنې په تړاو نورې لارې چارې هم شته، څو ورسره په خوندي ډول د کان د استخراج چارې پیل شي.
خلیلزاد د یادې لرغونې ساحې د خوندینې په تړاو د نورو لارو چارو په اړه توضیحات نه دي ورکړي، خو دومره یې ویلي چې بدیلې لارې چارې ښایي د لنډ مهال لپاره نسبتا ډېر لګښت ولري، خو که چېرې د دغې تراژیدۍ مخنیوی ونه شي، نو افغانستان به په اوږدمهال کې د ایټالیا پومپي په کچه د ګرځندوی لپاره یو لوی ظرفیت له لاسه ورکړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، د مس عینک دغه لرغوني اثار یې تر لومړنیو پاک کاریو او ترمیم وروسته د لابراتواري معایناتو او ثبت لپاره د لرغون پېژندنې ریاست ته لېږلي دي.
د دغه وزارت لهخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه اثار له خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، هډوکو او لرګیو څخه جوړ شوي دي، چې لرغونتوب یې ۵ زره کلونو ته رسېږي.