د ایران امنیتي چارواکي وایي، چې د «هجرت» په نوم د یوې طرحې د پلي کېدو پر مهال د دغه هېواد د شماللوېدیځ په قزوین ولایت کې له ۵۵۰ زیات افغان کډوال نیول شوي دي.
په قزوین کې د ایران جګپوړی امنیتي قوماندان رحیم امینی وایي، چې دا عملیات د روان کال د چنګاښ میاشتې له پیل راهیسې په دغه ولایت کې پیل شوي او د بهرنیو کډوالو د استوګنې او فعالیت د ځایونو تر پېژندلو وروسته، پولیسو د دوی د نیولو اقدام کړی دی.
د ده په وینا، د «هجرت» د طرحې پلي کول د بهرنیو وګړو د «ناقانونه حضور» پر ضد د مبارزې په موخه ترسره کېږي او دا پروګرام به تر هغه دوام ولري چې دغه ولایت د کډوالو له شتون څخه په بشپړ ډول "پاک" شي.
اميني همداراز زیاته کړې، چې نیول شوي کسان به د قضایي مراجعو په همغږۍ بېرته افغانستان ته واستول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د افغان کډوالو نیول او اېستل زیات شوي دي. د کډوالو د حقونو ملاتړي بنسټونه بیا بیا د نیول شویو کسانو د ساتنې شرایطو، د نیونې بهیر او د جبري ستنولو له څرنګوالي سره خپلې اندېښنې څرګندې کړي دي.