د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو تر منځ د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۴۵ سوداګریزو هوکړو د لاسلیک په مراسمو کې وویل، تر هغو چې افغان سوداګرو ته د ویزو په برخه کې لازمې کونسلي اسانتیاوې برابرې نه شي، نو سوداګري په رښتیني توګه نه شي پراخېدای.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل: «د ترجیحي سوداګرۍ هوکړهلیکونو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره هیلې زیاتې کړي، خو تر هغو چې د ویزو په برخه کې لازمې کونسلي اسانتیاوې برابرې نه شي، سوداګري په رښتیني توګه نه شي پراخېدای.»
په همدې مراسمو کې چې نن (یکشنبه د زمري۱۲مه) په کابل کې جوړه شوې وه، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل، دوی غواړي چې له ازبکستان سره د سوداګرۍ کچه تر ۳ میلیارده ډالرو لوړه کړي.
له دې سره سم، په کابل کې د ازبکستان سفیر ایبک عثمانوف له کابل سره د تاشکند ژمنو او همکاریو ته په نغوتې سره وویل، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې تاشکند ته د کابل صادرات درې برابره زیات شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند هم وویل، افغانستان باید له ترکمنستان، ازبکستان، ترکیې، قزاقستان او اذربایجان سره د سوداګرۍ په برخه کې یوه سیمه ییزه ګډه خونه ولري.
په افغانستان کې د تېر نظام له رانسکورېدو وروسته ډېریو هېوادونو افغانانو او په ځانګړې توګه افغان سوداګرو ته د ویزې ورکړې بهیر په بشپړ ډول ودراوه او دغه وضعیت بیا د افغان سوداګرو پر کاروبار منفي اغېز وکړ.
سوداګر له نږدې څلورو کلونو راهیسې له طالبانو او اړوندو هېوادونو غواړي، چې د ویزې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي څو په خپله په نندارتونونو او همداراز سوداګریزو چارو کې ښکېل واوسي، خو داسې ښکاري چې لا تر اوسه دغې غوښتنې ته هېڅ لوري پرېکنده مثبت ځواب نه دی ویلی.