په جوزجان ولایت کې د بخار دیګ جوړولو نوې فابریکه پرانیستل شوه

۲ ساعتونه مخکې

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان په صنعتي پارک کې د یوه خصوصي شرکت په پانګونې د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د دېګ بخار جوړولو یوه نوې فابریکه پرانیستل شوه.

ځايي مسوولان وايي چې دغه فابریکه په ورځني ډول ۱۰۰۰ دیګ بخارونه تولیدولی شي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، د یادې فابریکې له فعالیت سره، نه یوازې د بازار اړتیاوې پوره کېږي، بلکې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور خبرونه

رادیو